د فیشن په مشهورې مجله کې د سعودي شهزادگۍ حیفا عکس

شهزادګۍ حیفا بنت عبدالله السعود

د "ووگ" په نامه د نړۍ د مود او فیشن په مشهورې مجلې کې د سعودي عربستان د شهزادگۍ حیفا بنت عبدالله السعود عکس پداسې حال کې خپور شوی چې پدې هیواد کې د ښځو د حقونو په اړوند یو لړ اصلاحات پیل شوي دي.

د سعودي عربستان د ولیعهد شهزاده محمد بن سلمان د ټولنیزو اصلاحاتو په پروگرام کې پر ښځو باندې د موټر چلولگو بندیز چې د څو لسیزو راهیسې لگول شوی و د جون په میاشت کې لغو کیږي.

د سعودي عربستان ولیعهد په وروستیو کې د بدلون راوستلو لپاره خپل یو لوی پلان اعلان کړیدی چې د ٢٠٣٠ لرلید بلل کیږي چې دا د ٢٠٣٠ کال پورې د سعودي د اقتصاد او د خلکو د عصري کولو پلان دی.

ولیعهد سلمان همداشان ښځو ته په لمړني ځل د نارینو سره یو ځای په ورزشي لوبو کې د برخې اخیستلو اجازه هم ورکړې ده.

د ووگ د فیشن او مود په مجلې کې د سعودي عربستان د پخواني پاچا عبدالله د لور شهزادگۍ حیفا هغه عکس خپور شوی چې هغه د ۱۹۸۰ لسیزې د یو مرسدس بنز۴۵۰ ایس ایل موټر په سیټ کې ناسته ده.

د فرانسې خبري اژانس ای ایف پي ویلي چې دغې شهزادګۍ د ووګ په مجلې کې د خپل تصویر په خپرولو خوښي څرگنده کړې او مجلې ته یې ویلي چې "زمونږ په هیواد کې داسې ډیر محافظه کاره خلک شته چې د بدلون څخه ډاریږي".

همداشان سعودي عربستان غواړي جنسي زوروونه د قانون له مخې جرم وگڼي. د سعودي عربستان مشورتي شورا چې یو مقننه ارگان دی د هغه قانون لایحه منلې چې له مخې به یې د جنسي زورونې عاملین په پنځه کاله بند محکومیږي او ٨٠٠٠٠ ډالر جریمه به ورکوي.

خو له بلې خوا داسې ښکاري چې په سعودي عربستان کې وروستي اصلاحات د بشري حقونو د لږ تر لږه لسو فعالینو په نیولو سره چې اکثر یې ښځې دي، متاثر شوي دي.

ملگرو ملتونو د ٢٠١٨ کال د مۍ په ۲۹ پر سعودي عربستان غږ وکړ چې د بشري حقونو د بندي شویو فعالانو په ځانگړې توگه د ښځیه فعالانو د سرنوښت په اړه دې معلومات ورکړي.

سعودي مقاماتو درې ښځینه فعالانې له بنده خوشې کړي، خو فعالین او د بشري حقونو ډلې وایي اوس هم څلور نورې فعالانې او درې نارینه فعالین پرته له دې چې وکیلانو ته لاس رسی ولري، لا هم بندیان دي.

سعودي مقاماتو ویلي چې دغو فعالانو "د بهرنیو بنسټونو سره تماس درلود او هدف یې دا و چې په (سعودي عربستان) کې ثبات او نظم گډ وډ کړي."

د بخښنې نړیوال سازمان د سعودي عربستان د کورنیو چارو وزارت په غبرگون کې پر ښځینه فعالانو باندې د خیانت تورونه رد کړي دي.