په عربستان کې نیول شوي کسان په شانداره هوټل کې بندیان دي

د سعودي عربستان لوی څارنوال تائید کړې چې په مجموعي توگه ٢٠٨ کسان په هغه هیواد کې د اداري فساد په تور نیول شوي دي.

د سعودي عربستان لویې څارنوالۍ د جمعې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې په تیرو څو کلونو کې په هغه هیواد کې څه دپاسه ١٠٠ میلیارده ډالر اختلاس شوي دي.

ددې هیواد لوی څارنوال شیخ سعود الموجب، همداشان ویلي دي چې د نیول شویو کسانو له جملې نه اوه یې پرته له کوم تور، له بنده ازاد شوي دي خو ٢٠١ تنه نور په توقیف کې دي.

د سعودي عربستان حکومت په تیره یوه اوونۍ کې د یو شمیر کسانو ۱۷۰۰ بانکي حسابونه هم کنګل کړیدي. نیول شوي کسان د سعودي عربستان په پلازمینه ریاض کې د ریتز کارلټون په نامه په یو شانداره هوټل کې بندیان دي.

خو د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن، وایي د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر عادل الجبیر، ورته ویلي دي چې نیول شوي کسان د تخنیکي لحاظه په توقیف کې نه دي.

منتقدین وایي په هغه هیواد کې د لوړپوړو مقاماتو ډله ییزه نیونه د سعودي عربستان د ولیعهد محمد بن سلمان، د سیالانو د گوښه کولو هڅه ده. محمد بن سلمان اوس د هغه هیواد د اداري فساد ضد ریاست مشري هم کوي.

د عربستان د شهزادگانو او یو شمیر پخوانیو مقاماتو نیول دوه اونۍ وروسته له هغې وشول چې د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، په ریاض کې د نړۍ د زرگونو عمده او مخکښو پانگه والو هرکلی وکړ. د پانگه والو هرکلی په هغه هیواد کې د اقتصادي اصلاحاتو یوه برخه ده چې د سعودي عربستان ولیعهد په دې وروستیو میاشتو کې هڅه کوي په هغه هیواد کې یې پلی کړي.