سویډن کمېټه: افغان ځواکونو وردګو کې صحي کارکوونکي وژلي

افغان ځواکونو لا په دې اړه څه نه دي ویلي

د افغانستان لپاره د سویډن کمیټې په میدان وردګو کې پر یو روغتیايي مرکز باندې پوځي برید غندلی دی. په دغه برید کې څو روغتیايي کارکوونکي ووژل شول.

د سویډن کمېتې په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د دغې کمېټې د معلوماتو په اساس دغه برید افغان امنیتي ځواکونو ترسره کړی دی. اعلامیه وايي چې د سویډن د کمېټې پورې اړوند پر دغه مرکز باندې برید کې څلور تنه وژل شوي دي.

تر دې مخکې افغان چارواکو ویلي وو چې دا برید د میدان وردګو دایمیرداد ولسوالۍ په "سیدان تنګي" کې د طالبانو تر واک لاندې سیمې کې شوی دی.

د دایمیرداد ولسوال امریکا غږ ته ویلي وو چې په دغه برید کې "د طالبانو روغتیايي مسول، د روغتون د لابراتوار مسؤل، یو ساتونکی او یو پایواز" وژل شوي دي.

د سویډن کمېټې د پروګرامونو مسول ډاکټر خالد فهیم وایي "دا برید د بشر پالنې د نړیوالو قوانینو څخه ښکاره تېروتنه ده او موږ د جګړې له ټولو غاړو په کلکه غواړو چې پر ملکیانو او روغتیايي مرکزونو بریدونه بند کړي."

د سویډن کمېټې په خپلې اعلامیې کې د پېښې په اړه لیکلي دي: " کله چې امنیتي ځواکونه ودانۍ ته ننوتل، د یو ناروغ پایواز یې ووژلو او تر هغې وروسته یې څلور نور کسان ونیول او له ودانۍ څخه ووتل. لږ وروسته د ودانۍ په شاوخوا ۵۰ مېترۍ کې، د سویډن د کمیټې دوو کارکوونکو په ګډون، د دریو نورو کسانو مړي وموندل شول چې مرمیو ویشتل شوي وو. د څلورم کس څرک لا نه دی لګېدلی."

اعلامیه وايي چې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دا صحي مرکز تمویلوه او د سویډن کمېتې یې کارونه پرمخ وړل.

د امریکا غږ له ډېرو هلو ځلو او تیلیفوني تماسونو سربیره، د دغې پیښې په اړه افغان امنیتي چارواکو څه ونه ویل.