د سوریې پوځ په تازه بمباریو کې لسګونه کسان وژل شوي 

سیمه ییزو خلکو ویلي چې د بشري مرستو د رسولو لارې بندې دي. تصویر: ارشیف

د سوریې د بشري حقونو یوه څارونکې ډله وایې چې د حکومت د هوايي ځواکونو په بمباریو او راکټي بریدونو کې "۱۲۷" کسان وژل شوي دي.

بمبارۍ او بریدونه دمشق ته نږدې د غوطې په سیمه کې شوي دي. رویټرز خبري اژانس په برتانیا کې د سوریې د بشري حقونو د څار ډلې د چارواکو له خولې لیکلي دي چې د یکشنبې له ورځې راهېسې په دغو بریدونو کې ۱۹۰ تنه وژل شوي دي او ۸۵۰ نور ژوبل دي.

وروستی برید یې د سه شنبې په ورځ و چې ۴۹ تنه یې ووژل او ۵۰ نور یې ژوبل کړل. دغه ډله وايي په وژل شویو کسانو کې ۱۲ ماشومان او ګڼ ملکیان دي. وايي بریدونه بیخي زیات شوي دي.

په سوریې کې د مډیکل کیر ټولنې او ریلیف انټرنشنل سازمان چې د تپیانو او ناروغانو درمنله کوي وايي چې پنځه روغتونونه هم بمبار شوي او زیانمن شوي دي.

په لبنان کې د حزب الله ډلې، چې د بشار الاسد در ژیم ننګه کوي، د منار تلویزون وايي چې د غوطې سیمې ته د یاغیانو له برید وروسته نور ځواکونه استول شوي دي.

د سوریې حکومت د ختیځې غوطې د نیولو لپاره لوی پوځي عملیات پیل کړي دي. په دغې سیمې کې هغه وسله وال دیره دي، چې د بشارالاسد د حکومت نسکورول غواړي. خلکو ویلي چې سیمې ته د خوراکي توکو او نورو مرستو د رسېدلو لارې بندې دي.

د تازه بریدونو او خلکو د وژل کېدو په اړه د سوریې رژیم او ایتلافیانو یې لا څه نه دي ویلي، خو ټېنګار یې دا دی چې ملکیان نه په نښه کوي.

په سوریې کې له څو کلونو راهېسې جنګ روان دی، روسیه او ایران د بشارالاسد د رژیم ننګه کوي، امریکا او ایتلافیان د رژیم د مخالفانو ننګه کوي. په جنګونو کې لسګونه زره خلک وژل شوي او ژوبل شوي دي او سلګونه زره نور سوریایان مهاجر او کډوال شوي دي.