طالبانو پر یرغمل شوې ښځې د جنسي تيری ادعا رد کړه

د حقاني شبکې ډلې په دې وروستیو کې تښتول کورنۍ په پاکستان کې ساتله

وسله والو طالبانو د امریکايي یرغمل شوې مېرمن د مېړه هغه ادعا رد کړه چې یرغمل کوونکو یې پر مېرمن جنسي تیری کړی او یو ماشومه هم ور وژلې ده.

طالبانو په یوې اعلامیې کې ویلي " یاد بندیان له نیول کیدو تر خوشي کیدو پورې ښځه او خاوند د څو دقیقو لپاره هم له یوبل څخه نه دي جلا شوي".

طالبان وايي دوې د تښتول شوې کورنۍ ماشومه هم نه ده وژلې "البته دبند په زمانه کې یوه پيښه داسې وشوه چې یاده ښځه مریضه شوه، سیمه ډيره خرابه وه، ډاکټرته لاس رسی آسانه نه وو، چې د همدې نامناسب وضعیت له امله یوه ماشومه په طبعي ډول نقصان شوي وه".

د طالبانو له بنده خوشې شوي کاناډايي جاشوا بویل د شنبې په ورځ وویل "د حقاني کسانو مې ماشومه لور ووژله او زما په میرمنې یې جنسي تیری وکړ". ښاغلي بویل پر طالبانو غږ وکړ چې د ده په خبره د حقاني ډلې د دغو جنایتونو په اړه دې پلټنې وکړي.

خو طالبان وايي دا یوه دسیسه ده. د پنجشنبې په ورځ پاکستاني چارواکو اعلان وکړ چې یوه بهرنۍ کورنۍ یې د حقاني ډلې له بنده او توقیف څخه ژغورلې ده چې ښځه او مېړه او ورسره درې ماشومان وو.

راپورونه وايي چې دوې په افغانستان کې تښتول شوي خو بیا پاکستان ته انتقال کړل شوي وو.

په همدې حال کې پاکستاني چارواکي وایي ډیورېنډ کرښې ته نژدې یوې چاودنې کې د هغې پوځي ډلې څلور کسان وژل شوي چې د تښتول شوې کورنۍ د خلاصولو په عملیاتو کې یې برخه لرله.

برید په کرمه ایجسنۍ کې شوې چې د پاکستاني چارواکو په خبره درې نور سرتېري هم په کې ژوبل شوي دي.