ترکیه دې اضطراري حالت او تاوتریخوالی ختم کړي- ملګري ملتونه

ملگرو ملتونو د سه شنبې په ورځ پر ترکیې غږ وکړ چې په هیواد کې بېړنی حالت چې د ٢٠١٦ کال د جولای راهیسې نافذ شوی پای ته ورسوي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر زید راد الحسین وایي په تیرو ١٨ میاشتو کې په ترکیه کې بېړنۍ حالت د بشري حقونو نه د پراخو سرغړونو سبب شوی دی او په نتیجه کې یې شاوخوا ١٦٠٠٠٠ زره کسان زنداني شوي او ١٥٢٠٠٠ ملکي مامورین په زور له کاره گوښه کړای شوي دي.

خو د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو انتقادونه بیځایه ادعاوی او تورونه دي چې د ترهگر سازمانونود پروپاگند نه یې رنگ اخیستی دی.

د ملگرو ملتونو رپوټ وایي ترکیه باید بېړنی حالت سمدستي لغو کړي، د تاسیساتو او د قانون حاکمیت باید بیرته نافذ کړي.

په ترکیه کې د ٢٠١٦ کال په جولای کې له ناکامې کودتا وروسته جمهور رئیس رجب طیب اردوغان بېړنی حالت اعلان کړ او څه دپاسه ٢٠ فرمانونه یې صادر کړل چې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو په وینا له مخې یې بندیان شکنجه او ازار شوي او په قضایي چارو کې د حکومت له لورې مداخله شوې ده.

د ترکیې حکومت د فتح الله گولن شبکه چې د امریکا په متحده ایالاتو کې یې په پخله خوښه جلا وطني غوره کړې، د ترکیې د ناکامې کودتا په طرحه کولو تورنوي چې په کې ٢٥٠ کسان ووژل شول. خو ښاغلي گولن د ترکیې په کودتا کې هر ډول لاس لرل رد کړي دي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو دغه ٢٨ پاڼیز رپوټ ویلي چې د ترکیې په ټولو زندانونو کې شکنجه او ناوړه چلند کیږي چې په کې پراخې وهنې ټکونې، جنسي تیري او برق ورکونې شامل دي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو دفتر همداشان په ترکیه کې د حالاتو د پلټنې لپاره د بشپړه لاس رسي غوښتنه هم کړې ده.