د لاس رسي وړ اتصالات

کردان وایي د ترکیې پوځ ملکي سیمه په "ناپام" بمونو ویشتلې


ترکیه وایي پوځي ټانکونو نن د سوریې د کردي ملیشو څخه نورې سیمې هم نیولې دي.
ترکیه وایي پوځي ټانکونو نن د سوریې د کردي ملیشو څخه نورې سیمې هم نیولې دي.

کردي چارواکې وایي ترکي ځواکونو د عفرین په کلیوالو سیمو باندې ناپام بمونه غورځولي دي.

عفرین د ترکیې پولې ته نژدې د کردانو سیمه ده چې د تیرې یوې اونۍ راهیسي هلته ترکي ځواکونو عملیات پیل کړي دي.

په سوریه کې یوه کرد سیاستوال الهام احمد ټویټ کړی دی چې "د ترکیې ځواکونه په عفرین کې په ملکي خلکو باندې منع کړل شوې وسلې "ناپام" استعمالوي".

د ترکیې ځواکونو دغه ادعاوې د کردانو پروپاگند بللې دي چې هڅه کوي نړیوال د ترکی پر ضد تحریک کړي.

ناپام یو ډول مشهور مایې بمونه دي، چې د جگړې په نړیوالو قوانینو کې پر دښمن باندې یې استعمالول منع نه دي، خو پر ملکي سیمو کې یې استعمال په مطلق ډول منع دی.

د کردانو ادعا د بې طرفه نړیوالو ارگانونو له خوا هم تر اوسه تائید شوې او رد شوې نه ده، ځکه چې سیمه کې د تیرې یوې اونۍ راهیسي سخته جگړه روانه ده، او دواړه لورې د بري ادعاگانې کوي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوگان د شنبې په ورځ د خپل گوند په غونډه کې وویل چې د کردي وسله والو د ځپلو مبارزه به د سوریې سره په خپل ټول سرحد وغزوي، او د هغه په وینا د کردانو ترهگره ډله به له منځه یوسي.

ترکیه د سوریې سره ٩١١ کلومتره اوږد سرحد لري، چې د سوریې له لورې یې شاوخوا ٦٠٠ کلومتره د ازادې سوریې د ځواکونو په کنترول کې دی.

وای پي جي (YPG) د کردانو ولسي ملیشه ځواکونه دي چې د داعش پر ضد جگړه کوي او امریکا یې ملاتړ کوي.

XS
SM
MD
LG