د افغانستان له راتلونکي دولت څخه د نړیوالو د ملاتړ پنځه شرطونه

نړیوالو په افغانستان کې د اوربند غوښتنه بیا تکرار کړې ده

د امریکا متحده ایالاتو او د اروپا ډلې په افغانستان کې د ټاکنو له لارې د سیاسي مشر په ټاکلو ټینګار کړی او له ښکېلو خواو څخه یې غوښتي چې د سولې جدي خبرو ته راوګرځي.

د امریکا د متحده ایالاتو او د اروپا ډلې استازو د جولای په ۲۲مه د ایټالیا په پلازمینې روم کې د افغانستان د سولې پروسې په ملاتړ له غونډې وروسته د ۱۶ مادو په یو ګډ بیان کې ویلي چې دوی په افغانستان کې د نظامي لارې جوړ شوي حکومت څخه ملاتړ نه کوي.

دغه بیان چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا تېره ورځ خپور شوی په کې راغلي: "موږ د وروستي جوړجاړي لپاره پنځه عناصر هم په ډاګه کوو چې خورا مهم دي، اول ټول شموله حکومتوالي، دویم د سیاسي مشرانو د انتخاب حق، درېیم د ښځو، ځوانانو او اقلیتونو په ګډون د بشري حقونو ملاتړ، څلورم د تروریزم په ضد د مبارزې په برخه کې ژمنې او دا ډاډ ترلاسه کول چې افغانستان به بیا د ترهګرو لپاره په خوندي ځای نه بدلېږي او پنځم د نړیوال بشر دوستانه قانون په ګډون له نړیوالو قوانینو څخه پیروي".

په بیان کې ټینګار شوی چې د افغانستان له راتلونکي حکومت څخه د نړیوالو ملاتړ به لږ تر لږه د دغو پنځو عناصرو په رعایت پورې تړلی وي.

دغو هېوادونو له ښکېلو خواو څخه د تاوتریخوالي د کمولو او د ملکیانو د خوندیتوب غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې د نړیوالو بشردوستانه قوانینو په تړاو خپلو ژمنو ته درناوی وکړي.

په بیان کې دغه راز له طالبانو څخه د نظامي بریدونو د ودرولو غوښتنه شوې "همداشان د (افغانستان) په اسلامي جمهوریت او طالبانو باندې غږ کوو چې په معناداره توګه د سولې په بهیر کې ګډون وکړي. موږ اوربند ته د رسېدلو په اړتیا یو ځل بیا ټینګار کوو ترڅو په مذاکراتو کې د بریالیتوب ډاډ ترلاسه شي".

دغو هېوادونو د افغانستان د اسلامي جمهوریت او طالبانو د استازو ترمنځ په دوحه کې د جولای په ۱۷ او ۱۸ د ترسره شویو خبرو او همداشان د هر اړخیزې سیاسي حل لارې لپاره په نږدې راتلونکي کې د دواړو لوریو ترمنځ بیا د غونډې د جوړولو هرکلی کړی دی.

په بیان کې راغلي: "موږ باور لرو چې راتلونکې غونډې باید په اصلي مسلو تمرکز وکړي چې یوې هراړخیزې سیاسي حل لارې ته د رسېدلو لپاره بنسټیز وي".

د دایمي او هراړخیز اوربند د ټینګولو، د افغانستان د راتلونکي دولت لپاره د اساسي اصولو د رامنځ ته کولو او نهايي سیاسي حل لارې ته د رسېدلو لپاره د انتقالي دولت د جوړولو پر سر توافق ته رسېدل، له ښکېلو خواو څخه د امریکا او اروپا ډلې نورې غوښتنې دي.

په عین حال کې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل ټیوټر کې د بیان په شریکولو سره ویلي چې یوې موافقې ته د رسېدلو لپاره د روم غونډې په جوړولو سره به د سیمې له هیوادونو، ترویکا پلس هیوادونو او ملګرو ملتونو سره کار وکړي.

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې: "په ګډه د کار کولو له لارې موږ کولی شو افغانانو سره مرسته وکړو ترڅو د یوې عادلانه او دوامدارې سولې موافقې ته ورسیږو چې په راتلونکي کې د نړیوالو د سیاسي او اقتصادي ملاتړ وړ وي."

د روم په غونډه کې د امریکا او اروپايي ټولنې سربېره د ناټو، فرانسې، ایټالیې، بریتانیې، جرمني او ناروې استازو هم ګډون درلود.

دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې په قطر کې د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ترمنځ د سولې مذاکرات په ټپه ولاړ دي.