که ټرمپ د ایران اتومي تړون ونه مني، څه کیږي

دا تړون په ۲۰۱۵ کال کې وشو

امریکايي چارواکي وایي د ایران د اتومي تړون په اړه د ولسمشر ټرمپ پرېکړه په دې مانا نه ده چې امریکا به له هغه تړون څخه ووځي چې له نورو هېوادونو سره یې په ګډه له تهران سره لاسلیک کړی دی.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکې هالي وایي دا یوه ډېره مهمه موضوع ده چې بیخي له پامه غورځول شوې ده.

دا تړون د ولسمشر اوباما پر مهال لاسلیک شوی، خو نوی ولسمشر ټرمپ لا هم یوه میاشت لري چې تړون ومني او یا یې رد کړي.

مېرمین هېلې وايي که ولسمشر ټرمپ دا ونه مني چې ایران دغه تړون ته ژمن دی، دا په دې مانا نه ده چې امریکا به د "عمل د هر اړخیز او ګډ پلان" څخه ووځي. هغه وايي له تړون څخه وتل یوازې د "عمل جامع او ګډ پلان" یې تنظیموي.

هغې دا خبرې په واشنګټن ډي سي کې د متشبیثینو په یوې غونډې کې وکړې. له ولسمشر ټرمپ څخه هیله کیږي چې په هرو ۹۰ ورځو کې د امریکا کانګرس ته راپور ورکړي چې ایران خو به د تړون له شرایطو سرغړونه نه وي کړې.

که ټرمپ دا تړون ونه مني، کانګرس به شاوخوا دوه میاشتې وخت ولري چې پر ایران د نویو بندیزونو په اړه پرېکړه وکړې.

له ایران سره په ۲۰۱۵ کال کې اتومي تړون وشو چې لوی هدف یې دا و چې تهران اتومي وسلې جوړې نکړې. د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا پنځو دایمې غړو او جرمني له تهران سره دا تړون نهايي کړ.

نوموړې وویل چې په اصل کې دا تړون د امریکا او نورو هېوادونو یو ګډ تړون دی چې له تهران سره یې کړی دی او دا مسئله په هرو ۹۰ ورځو کې د ایران په اړه کانګرس ته د ولسمشر ټرمپ له راپورو ورکولو سره هېڅ اړه نلري.

خو ولسمشر ټرمپ له اولې ورځې په دغه تړون انتقادونه کوي او وايي چې تهران دغه تړون ته ژمن نه دی. مېرمن هېلې دا خبره هم وکړه چې که ایران کابو نشي، دویمه شمالي کوریا ترې جوړیږي.