نیکلسن: په سولې او جګړې کې له افغانانو سره یو

جنرال نیکلسن د افغانستان د دفاع وزیر او ځینو نورو چارواکو سره کندهار ته تللی و

په افغانستان کې د امریکا او ناټو ځواکونو قومندان جنرال جان نیکلسن وايي د افغانستان د سولې بهیر پراخ نړیوال ملاتړ لري.

جان نیکلسن د دوشنبې په ورځ (جولاۍ۱۶) په کندهار کې وویل چې امریکا غواړي د افغانستان د سولې په راوستلو کې مرسته وکړي.

نوموړي وویل همغسې چې "زموږ د بهرنیو چارو وزیر، ښاغلي پمپیو، ویلي دي موږ متحده ایالات چمتو یو چې له طالبانو سره خبرې وکړو او د نړیوالو ځواکونو د ونډې په اړه بحث وکړو."

د ناټو ځواکونو قومندان د ولسمشر غني د سولې د هلو ځلو ستاینه هم وکړه خو ټېنګار یې وکړ چې طالبان باید په دې پوه شي چې د جګړې له لارې نشي بریالي کېدی.

جنرال جان نیکلسن د نیویارک ټایمز له هغه راپور وروسته دا څرګندونې کولې چې وايي سپینې ماڼۍ خپلو دیپلوماتانو ته لارښوونه کړې چې له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو هلې ځلې پیل کړي.

تراوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو د افغانستان د سولې شورا په مشروط ډول د دغه اقدام هرکلی کړی دی او ویلي دي چې باید له طالبانو سره هر ډول مذاکرات د افغانانو په مشرۍ وي.

که له طالبانو سره د امریکا مخامخ خبرې پيل شي، دا به د سپینې ماڼۍ په تګلارې کې یو ستر بدلون وي. په تېرو شاوخوا ۱۷کلونو کې طالبانو په وار وار دا خبره کړې چې د افغان حکومت پر ځای غواړي د امریکا له حکومت سره خبرې وکړي.

امریکا له ۲۰۰۱ راوسته په افغانستان کې دخیله ده چې په دغې مودې کې یې شاوخوا ۲۴۰۰ سرتېري وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي او میلیاردونه ډالر یې هم لګېدلي دي. دغې جګړې لسګونه زره ولسي افغانان هم وژلي او ژوبل کړي دي.