د لاس رسي وړ اتصالات

سیمه ییز سیالان- قطر او امارات- افغانستان ته ځواکونه استوي


دا لومړی ځل دی چې دوه عرب او مسلمان هېوادونه په افغانستان کې د ناټو ماموریت کې ورګډیږي
دا لومړی ځل دی چې دوه عرب او مسلمان هېوادونه په افغانستان کې د ناټو ماموریت کې ورګډیږي

په بلجیم کې د ناټو په سرمشریزه کې د قاطع ملاتړ په پوځي ماموریت کې د قطر او متحدو عربو اماراتو د شاملېدو رسمي اعلان وشو.

د ناټو سرمشریزه د بلجیم په پلازمینه بروګسل وه چې د پنجشنبې په ورځ (جولاۍ۱۲) یوې ګډې اعلامیې کې په رسمي ډول له متحدو عربو اماراتو او قطر څخه مننه شوې چې د ناټو په چوکاټ کې افغانستان ته ځواکونه استوي.

دا له ۲۰۰۱ کال را وروسته لومړی ځل دی چې دوه عرب او مسلمان هېوادونه په افغانستان کې د ناټو ماموریت کې ورګډیږي. ترکیه هم په افغانستان کې د ناټو ماموریت برخه ده.

ناټو وايي چې امارات او قطر به د افغانستان په سولې او ثبات کې مهم رول ولوبوي. په اعلامیې کې ویل شوي نه دي چې قطر او امارات کله او څومره ځواکونه افغانستان ته استوي، خو وړاندې ویل شوي وو چې د دغو هېوادونو ځواکونه به په افغانستان جګړه ییز/محاربوي ماموریت کې برخه نه اخلي.

د دوی پوځي مشاوران او عسکر به تر ډېره د افغانستان امنیتي ځواکونو ته سلا مشورې او روزنې ورکوي او تجهیزات به ورته برابروي.

قطر او دوحه دواړه د متحدو ایالتونو نژدې ملګري خو په خپلو کې سره رقیبان دي. د ایران او سعودي په مشرۍ ایتلاف ترمنځ اختلافاتو دا دواړه هېوادونو سره وېشلي دي. امارات د هغه ایتلاف برخه ده چې پر قطر یې بندیزونه لګولي دي، هغه یې د ترهګرو ډلو او ایران سره په نژدې اړیکو او همکاریو تورن کړی دی.

قطر له طالبانو سره سیاسي اړیکې لري، دوحه د مخکني ولسمشر کرزي په وخت کې طالبانو ته سیاسي دفتر پرانیست، خو لا معلومه نه ده چې د ناټو په چوکاټ د قطر نوی ماموریت له طالبانو سره یې اړیکې کومې خوا ته بیایي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا څه موده مخکې اعلان کړی و چې قطر او امارات افغانستان ته ځواکونه استوي. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان جنرال جان نیکلسن هم ویلي وو چې دا دواړه هېوادونو غواړي د قاطع ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې داخل شي. دا مهال د قاطع ماموریت کې ۳۹ هېوادونه شامل دي.

د ناټو په اعلامیې کې همدغه راز پاکستان هم هڅول شوي چې په خپلې خاورې کې د ترهګرو پناه ځایونه بند کړي، د افغانستان په سولې او ثبات کې رول ولوبوي او له ترهګرو سرو مالي مرستې بندې کړي.

د بلجیم په سرمشریزه کې له افغانستان سره تر ۲۰۲۴ کال پورې د مرستو ژمنې وشوې. په غونډې کې ولسمشر محمد اشرف غني او اجرايي رئیس عبدالله هم برخه اخیستې وه.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. جعفر هاند تر دې دمه په پښتو کې نهه کتابونه لیکلي او ژباړلي دي. په ځانګړي ډول یې د افغانستان او نړۍ د کرکټ په تاریخ باندې درې کتابونه لیکلي.

XS
SM
MD
LG