ترکیه: له خپلو خلکو څخه د تحقیق لپاره د امریکا اجازه نغواړو

امریکا او ترکیې پر یو بل ویزې بندې کړي دي

د ترکیې لومړی وزیر بنعلي یلدیریم وايي چې ترکیه د خپلو خلکو د محاکمه کولو او تحقیق کولو لپاره د امریکا اجازې ته ضرورت نلري.

ښاغلي یلدیریم دا خبرې د سه شنبې په ورځ - اکتوبر ۱۰- په پارلمان کې د خپل ګوند غړو ته د امریکا د کونسلګرۍ د یو ترکیې کارکوونکي د نیولو په اړه وکړې، چې امریکا یې پارولې او قهرولې ده.

امریکا وايي په ترکیه کې د امریکایي وګړو د خوندیتوب په برخه کې به د ترکیې ژمنتیا ته بیا کتنه وکړي.

لومړي وزیر یلدیمیر وویل"ترکیه یو قانوني هېواد دی. ایا دا حقیقت چې یو کس دې د امریکا د یو ماموریت غړی وي، جرم دې وکړي او یا دې په جرم تورن وي، کوم براآت ورکولی شي؟ ایا دا په دې مانا ده چې موږ به له امریکایي ښاغلیو اجازه غواړو؟ موږ ته د هغوې اجازې ته ضرورت لرو. موږ له امریکا غواړو معقول اقدام وکړي".

نوموړي پر واشنګټن د یو ترکیې د نیولو له کبله هم کلک انتقاد وکړ، دا ترکی تورن دی چې په امریکا کې یې د فراري فتح الله ګولن د شړلو او له ایران سره مرسته هڅه کړې وه چې د امریکا له بندیزونو څخه خوندي ووځي.

په ترکیه کې د امریکا سفیر جان باس په یو ویډیويي پیغام کې ویلي چې ترکیه د هغوې د کارکوونکي توپوز، پر ضد هېڅ ډول شواهد نه دي وړاندې کړي او هغه ته یې د پوره مدافع وکیل د لرلو حق هم نه دی ورکړی.

امریکا د خپل کار کوونکي د نیولو په ضد پر ترکانو ویزې بندې کړې او ترکیه هم ورته اقدام وکړ. ترکیې دا کس د جاسوسۍ او له فتح الله ګولن سره د اړیکو په تور نیولی دی.

استانبول وايي د امریکا په پنسلوانیا ایالت کې مېشت ترکی فتح الله ګولن د تېرکال په ناکامې پوځي کودتا کې لاس درلود.

د ناټو د دغو دواړو غړو هېوادونو، امریکا او ترکیې، ترمنځ اړیکې د فتح الله ګولن او په سوریه کې د کردي یاغیانو سره د امریکا د پوځي مرستو له کبله خرابې شوي دي.

ترکیه ګولن غواړي، خو امریکا یې نه ورکوي، ترکیه په سوریه کې کردي یاغیان ترهګر بولي خو امریکا وايي ځکه وسلې ورکوي چې له داعش سره جنګیږي.