د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له کردانو غوښتي چې د خپلواکۍ رای گیري وځنډوي


د عراق د کردستان د خودمختاره سیمې مشر مسعود برزاني
د عراق د کردستان د خودمختاره سیمې مشر مسعود برزاني

د عراق د کردستان مشر مسعود برزاني وایي د امریکا متحده ایالاتو ترې غوښتي چې د کردي خودمختاره سیمې د خپلواکۍ په هکله د سپتامبر د ٢٥ عمومي نظرپوښتنه وځنډوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن د جمعې په ورځ دغه خبره د عراق د کردستان د مشر مسعود برازاني سره په تیلفوني خبرو کې مطرح کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي داسې اندیښنې شته چې دغه نظرپوښتنه ښایي پاملرنه "له نورو مهمو اولیتونو نه" بل لور ته واړوي لکه داعش ته ماتې ورکول.

په هغه اعلامیه کې چې د ښاغلي تیلرسن سره له تیلفوني خبرو وروسته د ښاغلي برزاني دفتر خپره کړې راغلي دي چې "د خپلواکۍ د موضوع په هکله ولسمشر (برزاني) ویلي دي چې د کردستان د سیمې خاک د خپلې راتلونکې په هکله د ضمانتونو او بدیلونو تمه لري". په اعلامیه د امریکا د غوښتنې په هکله د کردي مشر د غبرگون په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

د امریکا متحده ایالات او غربي نړۍ اندیښنه لري چې کیدای شي دغه رای گیري او نظرپوښتنه یو بل سیمه ییز جنجال رامنځ ته کړي.

ترکیه، ایران، سوریه او عراق چې زیات شمیر کردان په کې ژوند کوي، ټول د کردستان د خپلواکۍ سره مخالف دي.

XS
SM
MD
LG