یمن کې د سعودي پر مشرۍ ایتلاف بریدونو کې ١٧ تنه وژل شوي

عکس ارشیف

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د شنبې په ورځ (اکتوبر ١٣) د یمن په ساحلي ښار حدیده باندې هوایي برید کړی چې لږ تر لږه ١٧ کسان په کې وژل شوي او ٢٠ تنه نور ټپیان شوي دي.

د حدیده ښار چې ستراتیژیک ساحلي تاسیسات لري د یمن د جگړې په مرکز بدل شوی دی.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د ٢٠١٥ کال راهیسې په یمن کې په جگړه بوخت دی.

د اټکل له مخې د یمن په جگړه شاوخوا ١٠ زره کسان وژل شوي دي او د ملگرو ملتونو په وینا یمن د خورا سخت بشري ناورین سره مخامخ دی.

د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف تر اوسه د شنبې د ورځې د برید په هکله څه ندي ویلي.

د بشري مرستو د نړیوالو ادارو په وینا د یمن د ۲۸ ملیونه وګړو څخه یې ۸.۴ ملیونه له لوږې سره مخ دي او ۲۲ ملیونه نور یې په بشري مرستو پايي.

د سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو چارواکي وایي هغوي به د یمن له خلکو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د تنظیمونکې ادارې ویانده، لیز ګرندې، څه موده مخکې په یوې اعلامیې کې ویلي وو چې د یمن جګړې یو بشري بحران رامنځ ته کړی او دغه بحران په هیڅ وجه د توجیه کیدلو وړ نه دی.