د لاس رسي وړ اتصالات

یمن کې په یو بس موټر برید کې لسگونه ماشومان وژل شوې


په یمن کې په یو بس موټر په هوایي حملې کې په لسگونو کسان وژل شویدي چې پکې ماشومان هم شامل دي.

د سره صلیب نړیوالې ادارې او په یمن کې د صحت وزیر وایي چې د سدا په صوبې کې په یو بس موټر هغه وخت هوایي برید وشو چې دغه بس په یو بازار کې روان و.

د سره صلیب نړیوالې ادارې په خپل ټویټر یې لیکلې دي "زمونږ روغتون ته د ٢٩ ماشومانو جسدونه راوړل شویدي چې عمرونه یې د ١٥ کلو نه کم دي. روغتون ته ۴٠ تنه زخمیان هم راوړل شویدي چې په هغې کې ٣٠ ماشومان دي."

د یادونې وړ ده چې دا یواځې د یو روغتون راپور دی.

په یمن کې د سعودي په مشرۍ پوځي ائتلاف د څو کلونو راهیسې د حوثي یاغیانو خلاف جنگیږي. ائتلاف ویلي چې دغه برید یې د یو توغندي د ویشتلو په هدف کړی و چې پکې یو ملکي وژل شویدی.

دغه ائتلاف په حوثي یاغیانو تور لگولی دی چې د ماشومانو نه د انساني سپر په توگه کار اخلي او وایي چې برید یې د نړیوالو قوانینو سره سم و.

د حوثیانو ویاند محمد عبدل السلام وایي چې په بازار دغه ډول برید څرگندوي چې دغه ائتلاف د انسانانو ژوند ته هیڅ ارزښت نه ورکوي.

د یمن د روغتیا د وزارت ویاند عبدل غني رویټرز ته ویلي "یو بس موټر چې ماشومان پکې سپاره و، هغه وخت په نښه شویدی چې ماشومان یې د ښوونځي نه بیرته وړل، په دغه پیښه کې ۴٣ تنه وژل شوی او ٦٣ زخمیان دي."

د رویټرز خبریال لیکي چې په روغتونو کې زخمي ماشومان چې په خپلو وینو کې ککړ راوړل شویدي، چغې وهي, فریادونه کوي او ډاکټران یې په علاج بوخت دي.

XS
SM
MD
LG