ټاکل شوې چې د قطر یو پلاوی د یکشنبې په ورځ سوریې ته ولاړ شي او د دې هیواد د انتقالي حکومت د جګپوړو چارواکو سره به خبرې اترې وکړي.
د قطر یو جګپوړي ديپلومات د فرانس پریس خبري اژانس ته د نوم نه ښودلو په شرط سوریې ته ددې پلاوي د تګ خبر تائید کړی خو د پلاوي د غړیو او کوم ځانګړي هدف په هکله یې څه ندي ویلي.
قطر داسې مهال سوریې ته خپل پلاوی استوي چې همدا تیره یکشنبه د حیات تحریر الشام په نامه وسله والو د پخواني جمهور رئیس بشارالاسد حکومت ړنګ کړ او موقتي حکومت یې د راتلونکي کال د مارچ تر میاشتې پورې اعلان کړ.
د قطر دې دیپلومات ویلي، " سوریې ته د قطري پلاوي لومړنی سفر به د یکشنبې په ورځ وي. هغوي به هلته د سفارت بیرته پرانیستلو لپاره لازم اقدامات وکړي او د مرستندویه موادو رسولو په هکله به هم وغږیږي".
په سوریه د بشارالاسد د کورنۍ څه باندې ۵۰ کالونو واکمنۍ وروسته نړیواله ټولنه غواړي یو ځل بیا د دې جګړه ځپلي هیواد سره تعامل پداسې حال کې پیل کړي چې په منځني ختیځ کې وار د مخه د پراخې جګړې پیل کیدو ویرې شته دي.
متحده ایالاتو په سوریې کې د ټول شموله حکومت غوښتنه کړې او تر څنګ یې دا هم ویلي که د سوریې نوی حکومت یو شمیر معیارونه پوره کړي، متحده ایالات به یې په رسمیت وپیژني.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په سوریې کې د ټولشموله سیاسي پروسې ملاتړ وکړي.
ښاغلي بلینکن په اعلامیې کې ویلي، " د سوریې ولس به د سوریې د آیندې پریکړه کوي. ټول هیوادونه باید په سوریه کې د ټولشموله او شفافې پروسې د ملاتړ ژمنه وکړي او د بهرنۍ لاسوهنې دې اجتناب وکړي".
د متحده ایالاتو دې جګپوړي دیپلومات ویلي که د همدې پروسې په نتیجه کې په سوریه کې راتلونکی حکومت جوړ شي، واشنګټن به یې په رسمیاتو وپیژني او بشپړ ملاتړ به یې وکړي.
د بهرنیو چارو وزیر همدارنګه ویلي چې د سوریې راتلونکی حکومت باید "اعتباري، ټولشموله او غیر فرقه اي" وي.
لا معلومه نده چې په سوریه کې به څه ډول حکومت جوړ شوي. بشارالاسد چې اقلیت علوي شعیه دی، کورنۍ یې د تیرو څه باندې ۵۰ کالونو په سوریه کې پداسې هیواد حکومت کاوه چې اکثریت اوسیدونکي یې سنيان دي.
ښاغلي بلینکن نن د جمعې په ورځ د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، هاکان فیدان سره هم وکتل چې ګمان کیږي هیواد یې په سوریه کې د یاغیانو نږدې ملاتړی دی.
بلینکن د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل، چې دواړه هېوادونه په سوریه کې د یو موقت حکومت غوښتونکي دي چې ټول شموله او غیر فرقه یي وي، داسې حکومت چې د اقلیتونو او ښځو د حقونو ساتنه وکړي، داسې حکومت چې د دولتي بنسټونو ساتنه وکړي او خلکو ته خدمات وړاندې کړي."
بلینکن وویل، چې دواړه هیوادونه د سوریې له موقت حکومت څخه غواړي چې د سوریې د پخواني ولسمشر بشارالاسد د رژیم څخه پاتې هر ډول کیمیاوي وسلې ومومي او په سمه توګه له منځه یوسي.
بلینکن زیاته کړه، چې متحده ایالات نه غواړي چې سوریه د ګاونډیانو لپاره ګواښ وي او د موقت مشرتابه څخه غواړي چې د افراطي ډلو سره هر ډول ایتلاف رد کړي.
بلینکن او فیدان دواړو د اسلامي دولت ترهګرې ډلې (داعش) د ځپلو لپاره د هڅو پر دوام هم ټینګار وکړ.