کابل کې ښځینه لاریون کوونکو د ښځو د حقونو په خوندیوب ټینګار وکړ

یو شمیر ښځو او نجونو یو ځل بیا د خپلو حقونودغوښتلو لپاره د کابل په ښار کې په لاریون کې د خپلو حقونو غوښتنه وکړله او د طالبانو له خوا پر ښځو باندې په لګیدلو محدودیتونو یې اندیښنه وښودله.

دغو اعتراض کوونکو چې شمیر یې تر شلو تنو رسیده د پنجشنبې په ورځ نومبر۲۴ ( لیندۍ درییم) لاریون د شاه دو شمشیره جومات څخه د " ښځې، ژوند او پیوستون" په شعارونو پیل کړ.

اعتراض کوونکو په ټولنه کې د خپل نه شتون څخه اندیښنه وښودله او ویې ویل، چې د ښځو د ګډون پرته هیڅ ټولنه نشي نیکمرغه کیدلی.

دغو لاریون کوونکو " د بندیتوب له زنځیرونو څخه د ښځو خلاصیدل" د ښځو د یووالي پورې تړلی وګڼه او په افغانستان کې یې د ټولو ښځو څخه وغوښتل، چې د خپلو حقونو د خوندیتوب لپاره دې د ښځو ددغو اعتراضونو سره یو ځای شي.

همداشان ښځینه اعتراض کوونکو وویل، چې ترهغې چې په افغانستان کې یې حقونه خوندي نشي خپلو سوله ییزو لاریونو ته به دوام ورکړي او "هیڅکله به تسلیمي نشي".

طالبانو د تیر ۲۰۲‍۱ میلادي کال د اګسټ په میاشت کې واک ته د بیا رسیدلو سره سم افغانستان کې پر ښځو یو لړ محدویتونه ولګول، چې په کې له کور څخه د وتلو پرمهال د محرم د لرلو او له کور څخه بهر د مخ په ګډون د ټول بدن پټول شامل دي.

همداشان طالبانو په دولتي دفترونو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی او د شپږم ټولګي څخه د پورته ټولګیو نجونې یې له زده کړو محرومې کړي دي. ددې سره سره ځینو ښځو ته په یو شمیر دفترونو کې د کار اجازه ورکړل شوې ده.

د ښځو دا لاریون په داسې حال کې شوې، چې طالبانو د ظریفه یعقوبي په نوم د ښځو د حقونو یو فعاله او د هغې څو نور ملګري د دوه نیمو اونیو په تیریدو لا هم په بند کې ساتلي دي. طالبانو د کابل په لودیځ کې میرمن ظریفه یعقوبي د لړم د میاشتې په ۱۲ مه د یو کنفرانس کې د ګډون پر مهال نیولې ده او د هغې نیټې راهیسې یې په اړه یې هیڅ اطلاع نشته دی.

د بخښنې نړیوال سازمان په دې وروستیو کې ویلي، چې طالبانو د نومبر په لومړیو ورځو کې میرمن یعقوبي، فرحت پوپلزۍ او حمیرا یوسف د ښځو درې فعالینې کابل کې نیولي او اوس په بند کې ورځې شپې تیروي.

د طالبانو له خوا د ښځو څنډې کولو ته غبرګونونه

د طالبانو له خوا پر ښځو د محدودیتونو د لګولو او د ښځو د فعالینو د نیولو سره سم افغانستان لپاره د جرمني سفارت ویلي، چې د افغانستان د خلکو سره پیوستون مهم دی.

دغه سفارت د خپل ټویټر په پاڼه د بشري حقونو څخه په "سیستماتیک" ډول سرغړونه په ځانکړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو څخه سرغړونه د خواشینې وړ بللې او دا ډول اقدامات یې غندلي دي.

افغانستان لپاره د جرمني سفارت چې اوس مهال له بهر څخه د دغه هیواد چارې پرمخ وړي ویلي دي" ټول افغانان باید پرته له ویرې او نیونې د حرکت ، د بیان د ازادۍ او د سوله ییزو غونډو د جوړیدو حق ولري".

د ښځو د حقونو او بشري چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري په افغانستان کې په ټولنه کې د ښځو څنډې کولوباندې اندیښنه ښودلې ده او ویلي دي، چې د طالبانو له خوا د " مدافع وکیلانو د خپلواکې ټولنې" د لغوه کیدو څخه یو کال وروسته ډیرې ښځینه وکیلانې له کار څخه ګوښه شوي دي.

رینا امیري د خپل ټویټر په پاڼه لیکي چې د طالبانو ددې اقدام له امله ډیرې ښځینه قاضیانې او څارنولانې دې ته اړ شوي، چې د خپلو مهارتونو څخه د کار اخیستلو پر ځای د خپلو کورنیو لپاره د خوړو د برابرولو لپاره ګدايي وکړي.

ډیرې هغه ښځینه قاضیانې او څارنوالانې چې په تیرو کلنو کې یې د افغانستان په عدلي او قضايي ادارو کې کار کوه واک ته د طالبان د رسیدلو وروسته له کار څخه ګوښه شوي او په کورونو ناستې دي.