وسله والو په جلال اباد کې یو خبریال او دوه طالبان وژلي دي

لا هېځ یوې ډلې د دغه برید مسئولیت نه دی اخیستی

له ننګرهار ولایت څخه راپورونه وايي چې نا معلومه وسله والو یو افغان خبریال سید معروف سادات او دوه وسله وال طالبان په ډزو وژلي دي.

دا پېښه نن شنبه د اکتوبر دویمه (تلې لسمه) د جلال اباد ښار په درېیمه ناحیه کې شوې ده.

د طالبانو یو فرهنګي مسئول محمد حنیف ویلي دي چې په دغه وسله وال برید کې دوه ملکي کسان ژوبل شوي هم دي.

د برید انګیزه لا معلومه نه ده او نه هم کومې وسله والې ډلې تر دې د مه د دغه برید د کولو ادعا کړیده. خو تر دې مخکې د داعش-خراسان ډلې ادعا کړې وه چې په جلال اباد کې یې په طالبانو برید کړی دی،

د افغانستان دخپلواکو ژورنالستانو ټولنې اود ژورنالستانو دفاع کمیټې د یوې ګډې اعلامیې له لارې د خبریال سید معروف سادات وژل غندلي دي. دوی ویلي دي چې «دغه نا ځوان مردانه برید سخت خواشینې کړي او ویرولي» دي.

د افغانستان د خبریالانو د غو ټولنو د طالبانو له حکومت څخه غوښتي دي چې »ددغه برید عاملین پیدا،عدلي او قضایي ارګانونو ته» ته وروپېژني چې سزا ورکړي.

په افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمن کېدو وروسته (اګست ۱۵) دا لومړی دی افغان خبریال دی چې ترور کیږي.

د افغانستان دخپلواکو ژورنالستانو ټولنه اواود ژورنالستانو دفاع کمیټهپه اعلامیې کې ویلي دي چې ارواښاد سادات له دوه لسیزو راهیسې د «صبح بخیر افغانستان،» ځینو اف ایم راډیوګانو او نړیوالو اژانسونو سره د«بشپړ بې پرې او متوازن مسلکي کار ترڅنګ دکلیو بیا رغونې ریاست دمطبوعاتي مسئول په توګه»دندې تر سره کړي.