د لاس رسي وړ اتصالات

د حکومت د رسنیو د مرکز مشر دواخان مینه پال کابل کې ترور شو


دواخان مینه پال
دواخان مینه پال

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د حکومت د رسنیو د مرکز مشر دواخان مینه پال په کابل کې ترور شوی دی.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند میرویس ستانکزي نن جمعه اګست شپږمه (زمري ۱۵) وویل چې مینه پال نن د کابل ښار په اوومه ناحیه کې په دارالامان کې د عثمان غني جومات ته څېرمه د جمعې تر لمانځه وروسته په ډزو وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړې: " تور مخو، بې زړه او وحشي تروریستانو یو ځل بیا په وحشي او بزدلانه عمل لاس پوري کړ، یو رښتینی، وطندوست او مبارز ځوان چې تل به د دښمن د تبلیغاتو په مقابل کې لکه د فولادو غر ولاړ و... په یو تروریستي عمل په شهادت ورسوی."

د حکومت د رسنیو د مرکز پر مشر دواخان مینه پال د برید مسؤلیت وسله والو طالبانو په غاړه اخیستی دی.

دواخان مینه پال لومړی د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال او تر هغه وروسته د افغان حکومت د رسنیو د مرکز رئیس وټاکل شو.

تر هغه مخکې ښاغلی مینه پال د څو کلونو لپاره د ازادۍ راډیو خبریال او وروسته د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست او د کندهار ولایت ویاند و.

نوموړی د څه وخت لپاره د افغانستان د عامه کتابتونونو رئیس هم و.

څه موده مخکې په کندهار کې د دوا خان مینه پال د کورنۍ یو بل غړی چې خبریال و، هم طالبانو وواژه.

XS
SM
MD
LG