کندهار کې یو محلي پولیس خپل پنځه همکاران وژلي

د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې یوه نفوذي محلي پوليس په خپلو ملګرو برید کړی پنځه محلي پوليس يې وژلي او خپله له سیمي څخه تښتېدلی دی.

د کندهار د پوليسو ویاند جمال ناصر بارکزي اشنا راډیو ته وويل چې پېښه تيره شپه د ولسوالۍ په تلوکان سیمه کې رامنځ ته شوې.

هغه زیاته کړه چې امنیتي کسانو د برید کونکي محلي پوليس د نیولو لپاره پلټنې پيل کړي دي.

د کندهار پوليس مقامات وايې چې تیره اونۍ د کندهار پوليسو دوه تنه د پوليسو په لیکو کې د داخلي برید په تور نیولي او هڅه کوي چې په امنیتي لیکو کې د وسله والو د نفوذي کسانو مخ نیوی وکړي.

بلخوا د کندهار امنیتي مقامات وايې چې تیره شپه په ښورابک ولسوالۍ کې درنه جګړه شوې چي وروسته د افغان ځواکونو او قاطع ماموریت په بریدونو کې ۱۸ وسله وال وژل شوي.

پېښه د ډيورنډ کرښې ته نږدې د کندهار د ښورابک په ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

د کندهار د پوليسو ویاند څارمن جمال بارګزی زیاته وي چې وسله والو غوښتل د ښورابک ولسوالۍ مرکز ته سقوط ور کړي مخه يې ونیول شوه.

نوموړي اشنا رادیو ته وويل چې د وسله والو د بریدونو د مخ نیوي لپاره امنیتي ځواکونو وسله والو ته کمین نیولی وو چې سیمي ته د وسله والو په رسیدو سره جګړه شوې.

ده وويل: "د ولسوالۍ په مرکزي سیمو کې د مخامخ جګړې او وروسته د قاطع ماموریت په هوايي بریدونو کې ټولټال ۱۸ وسله وال وژل شوي او دوه موټر يې هم لمنځه تللي د ولسوالۍ مرکز له سقوط څخه ساتل شوي".

ښورابک ولسوالي د کندهار په جنوب ۱۸۰ کيلو میترۍ کې د ډیورنډ کرښې ته نږدې له نا امنو سیمو څخه ده چې یوازي مرکز يې د حکومتي قواوو او په پاته ټوله برخه يې د وسله والو طالبانو د تګ راتګ عمده لار ګڼل کیږي.

وسله‌والو طالبانو د ښورابک ولسوالۍ د نښتې په اړه کومه تبصره نده کړې.