د پاکستان د پنجاب ايالت چارواکي وايي چې د نومبر پر ۲۵ (ليندۍ ۵مه) د پاکستان تحريک انصاف ګوند د احتجاج پرمهال د دغه هېواد په پنجاب ايالت کې يو پوليس وژل شوی او ۷۰ تنه نور ژوبل شوي دي.
د پنجاب د اطلاعاتو ايالتي وزيرې، عظمی بخاري د نومبر پر ۲۵ په لاهور کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې د پنځو ژوبل شویو پوليسو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دی. هغې تور پورې کړ چې پر پوليسو د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي ای) پلويانو ډزې کړې دي.
بلخوا د پاکستان صدراعظم شهباز شريف، په يو بيان کې د پوليس پر وژنې سخته خواشيني څرګنده کړې او د پي ټي ای له نوم اخيستو پرته يې زياته کړې ده، چې دا وژنه يوې داسې ډلې کړې ده چې هغه د پاکستان "د پرمختګ دښمنه" ده.
د وژل شوي پوليس محمد مبشر بلال د جنازې لمونځ د نومبر پر ۲۵ ماخوستن په راولپينډۍ کې د پوليسو په مرکزي دفتر کې د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي او د پنجاب پوليسو ايالتي مشر عثمان انور په کډون ادا کړل شو.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي وويل، چې پر پوليسو د بريد کوونکو خلاف به هرومرو اقدامات کوي او په دې پېښه کې ککړ کسان به محاکمه کوي.
بلخوا، د پاکستان تحريک انصاف ګوند، د نومبر تر ۲۵مې ناوخته په دې اړه په رسمي ډول غبرګون نه وو ښودلی، خو تر هغه وړاندې يې ويلي وو چې د حکومت او پوليسو لخوا د دوی د احتجاج پر وړاندې پر خنډونو سربېره يې د ګوند غړي او پلويان سوله ييز احتجاج کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د نومبر پر ۲۴ (ليندۍ ۴مه) د پاکستان تحريک انصاف د احتجاج د مخنيوي لپاره پلازمېنه کلا بنده کړې او هغه ښار ته تلونکې لويې لارې يې په کانټېنرونو تړلې دي.
پر دې سربېره د اسلام اباد په يوشمېر ساحو کې د انټرنټ او د ګرځنده موبایل ټیلفونونو خدمات هم ځنډول شوې دي.
دا تر هغه وروسته ده چې پي ټي ای د خپل رهبر او د دغه هېواد د پخواني صدراعظم عمران خان د راخوشې کولو لپاره په پلازمېنه اسلام اباد کې د نومبر پر ۲۴مه د احتجاج کولو اعلان کړی وو.
د دغه ګوند يو مخکښ او د خيبر پښتونخوا اعلا وزير علي امين ګنډه پور د نومبر پر ۲۴مه رسنيو ته وويل، چې په هر حال کې به له خپلې قافلې سره اسلام اباد ته ځان رسوي او تر هغه به وخته به احتجاج کوي چې تر څو عمران خان نه وي خوشې کړل شوی. نوموړی او د عمران خان مېرمن بشری بي بي د دغه احتجاج مشري کوي.
د پنجاب ايالت ترڅنګ له خيبر پښتونخوا څخه د نومبر پر ۲۴مه، روانې شوې قافلې د يوشمېر لارو پر تړلو سربېره د نومبر پر ۲۵مه د پلازمينې اسلام اباد حدودو ته داخلې شوې دي او غواړي چې په "ډي چوک" (ډېموکراسي چوک يا د جمهوريت په څلورلارې) کې تر هغه وخته احتجاجي پرلت ووهي، چې د ګوند زنداني بنسټګر او د پاکستان پخوانی صدراعظم عمران خان راخوشې شوی نه وي.
په "ډي چوک" کې د پاکستان د ملي پارلمان او سترې محکمې ودانۍ او يوشمېر نور دفترونه شته او حکومت هغې ساحې ته تلونکې لارې په کانټېنرونو تړلې دي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزير محسن نقوي ويلي دي، چې که هر کس "ډي چوک" ته ورغی، نو هغه به سمدستي ګرفتاروي او هيڅوک به هلته احتجاج کولو ته نه پرېږدي.
په ورته وخت کې پوليسو په اسلام اباد او پنجاب ايالت کې د پاکستان تحريک انصاف سلګونه غړي نيولي دي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د ۲۰۲۳ کال د مې مياشتې پر نهمه نیول شوی وو، خو د سترې محکمې له خوا د هغه ګرفتاري غیر قانوني ګرځولو وروسته نوموړی خوشې کړل شو. تر هغه وروسته عمران خان د همهغه کال په اګست مياشت کې د اداري فساد په يوه قضيه کې بیا ونیول شو چې تر اوسه لا د راولپينډۍ په اډياله زندان کې بندي دی.
وروسته د هغه پرضد نورې قضيې هم جوړې شوې، چې په ځينو کې يې محکمو د خوشې کولو امر کړی دی. عمران خان د هغه پرضد جوړې شوې ټولې قضيې رد کړي او ويلي يې دي چې د دې تر شا سياسي انګېزه ده.
په عين حال کې پوليسو اډياله زندان ته تلونکې لاره هم د کانټېنرونو په واسطه د ټرافيکو پرمخ تړلې ده . پوليسو زياته کړې ده چې هيچا ته به د اډياله زندان پر لوري د احتجاج کولو اجازه نه ورکول کېږي.