د پاکستان د خيبر پښتونخوا په ګډون د دغه هيواد په ټولو ايالتونو کې د ډسمبر له ۱۶ (ليندۍ ۲۶) څخه د ډسمبر تر ۲۲ پورې د پوليو د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسين کمپاين تر سره کېږي.
د پاکستان د پوليو مخنيوي پروګرام ويلي دي چې دا به د سږ کال د ماشوانو د ګوزڼ د ناروغۍ پر وړاندې وروستی د واکسين کمپاين وي چې په ترڅ کې به يې د دغه هيواد په ۱۴۳ ولسواليو کې تر پنځو کلونو کم عمر لرونکو له ۴۴ مليونه زياتو ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړل شي.
په خيبر پښتونخوا کې د پوليو د بېړنيو عملياتو مرکز مشر عبدالباسط په پېښور کې يوې خبري غونډې ته ويلي دي چې د کورمې ولسوالۍ پرته به په ټول ايالت کې څه باندې شپږنيم میلیونه ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکول کېږي.
نوموړي زياته کړه: "په خيبر پښتونخوا کې د اوه ورځني کمپاين لپاره ۴۲۰۰۰ واکسين ډلې جوړې شوي او د دوی د امنيت لپاره ۵۴۰۰۰ ساتونکي موظف شوي دي."
په کورمه کې څه کم يوه مياشت وړاندې د اهل تشيع او سني ډلو ترمنځ تر تاوتريخوالي وروسته د هغې سيمې لويې لارې تړل شوي چې تر اوسه لا نه دې پرانيستل شوي.
د ډسمبر پر ۱۵ (ليندۍ ۲۵) په اسلام اباد کې د پوليو کمپاين په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وينا پر مهال د پاکستان صدراعظم شهباز شريف وويل چې په پاکستان کې سږ کال د پوليو ۶۳ مثبت پېښې "د زياتې اندېښنې وړ" خبره ده او د دې مخنيوی يوه "لويه ننګونه" ده.
دغې غونډې ته د پولیو له منځه وړلو لپاره د پاکستان د صدراعظم ځانګړې استازې عایشې رضا فاروق وويل چې په دې کمپاين کې به په ټول هيواد کې شاوخوا څلور لکه واکسيناتوران برخه اخلي. نوموړې له ميندو او پلرونو غوښتنه وکړ چې د کورونو دروازې دې د هغوی لپاره پرانيزې تر څو ماشومان له پوليو ناروغۍ وژغورل شي.
دا په داسې حال کې ده چې په روان ۲۰۲۴ کال کې په پاکستان کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر تر اوسه ۶۳ ته رسېدلی دی، چې ۲۶ يې په بلوچستان ايالت، ۱۸ يې په خيبر پښتونخوا ايالت، ۱۷ يې په سيند ايالت، او يوه، يوه پېښه په پنجاب ايالت او پلازمېنې اسلام اباد کې ثبت شوې ده.
په پاکستان کې په دا وروستيو کې په سرعت سره د پوليو د مثبتو پېښو زياتوالي روغتيا پالان اندېښمن کړي دي، ځکه په هغه هېواد کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې د ماشومانو د ګوزڼ يوازې شپږ پېښې ثبت شوې وې چې څلور یې په خیبر پښتونخوا ايالت او دوه يې په سیند ايالت کې وې.
بلخوا د پوليو د مخنيوي نړيوال نوښت په خپل راپور کې ويلي دي چې په افغانستان کې په روان ۲۰۲۴ کال کې د پوليو د مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی چې زياتره يې په هلمند او کندهار کې ثبت شوي دي.
په افغانستان کې په تېر ۲۰۲۳ کال کې شپږ ماشومان ګوزڼ وهلي وو چې ټول یې د ننګرهار ولایت وو.
دا مهال په نړۍ کۍ افغانستان او پاکستان يوازينې دوه هېوادونه دي چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته او ماشومان ترې اغیزمن کېږي.