د سلطان محمود غزنوي زیارت کې د چاودنو ناکامه هڅه

د غزني سیمه ییز چارواکي وايي، دوه تنه وسله وال چې غوښتل یې د سلطان محمود غزنوي په روضه کې چاودنې وکړي د خپل ماین ښکار شول.

دغه پېښه نن یکشنبه د «چنګاښ پر ۲مه» د غزني ښار په روضه شریفه کې رامنځته شوې ده.

د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري امریکا غږ ته وویل، یادو کسانو یو ماین د زیارت شا کې ځای پر ځای کړی او دوهم ماین چې غوښتل یې روضیې ته یې داخل کړي چاودنه کړې ده.

هغه وویل:"نن سهار شااوخوا پنځه بجې او شل دقیقې وسله والو غوښتل چې غزني ښار ته څېرمه د روضیې په سیمه کې د سلطان محمود غزنوي پر زیارت باندې بمي چاودنې تر سره کړي چې خپله یې ورباندې چاودنه کړې ده."​

ښاغلي نوري وویل، چې په دغه چاودنه کې یو تن ماین ایښودونکی وسله وال وژل شوی او یو بل ټپي شوی چې دا مهال تر درملنې لاندی دی.

که څه هم تر دا مهاله د دغه پېښې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو د غزني د والي ویاند وايي، دا به وروسته معلومه شي چې یاد وسله وال د کومې تروریستي ډلې غړي دي.

هغه وویل، په دغه چاودنه کې ملکي خلکو ته زیان نه دی رسېدلی.

سلطان محمود غزنوي د افغانستان د وتلو پاچاهانو په ډله کې شمېرل کېږي چې نه یوازې په افغانستان کې بلکې په سیمه کې هم د خپلې پاچاهۍ واک غځولی و.

نوموړي ته د دې ترڅنګ د یو روحاني مشر په نظر هم کتل کېږي چې ګڼ شمېر خلک یې زیارت کولو ته هم ورځي.

دا په تېر یوه کال کې په غزني ولایت کې پنځم زیارت دی چې د وسله والو مخالفینو لخوا په نښه کېږي.

له دې وړاندې د شمس العارفان، بابای ولي، بهاالحق او د ګذرګاه زیارتونه هم د ناڅرګندو کسانو لخووا له منځه وړل شوي دي.