افغانستان څخه په بیړه د امریکایي ځواکونو د وتلو د پایلو په اړه خبرداری

د امریکا د متحده ایالاتو د سنا د وسله والو ځواکونو د خدمتونو د کمیټې رئیس او یو مهم دموکرات سناتور ویلي دي چې د امریکا جمهور رئیس جو بایډن باید له افغانستان څخه ټول امریکایي ځواکونه د مۍ میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې ونه باسي.

سناتور جک ریډ، ویلي دي چې د امریکا متحده ایالات باید د افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو د نیټې د غځولو هڅه وکړي چې په وینا یې دپلوماتانو ته د مذاکرې لپاره زیات فرصت ورکړل شي تر څو د افغانستان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې موافقه وشي.

ښاغلي ریډ د چهارشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۴ (کب ۶) په یو ویدیویي کنفرانس کې چې د جورج ټاون پوهنتون له لورې جوړ شوی و، خبریالانو ته وویل: "په څو میاشتو کې بشپړه وتل یو ډیر له ازمون ډکه او بې ثباته هڅه ده...زه [د پوځي شتون] یو ډول غځولو توقع لرم."

د دواړو دموکرات او جمهوري غوښتونکي ګوندونو وکیلان او د امریکا د ملي امنیت زیات شمیر کارپوهان په افغانستان کې د ۲۰۲۱ کال د مۍ میاشتې وروسته هم د امریکایي ځواکونو د شتون په اړتیا ټینګار کوي.

د امریکا – طالبانو د سولې د تړون په اساس چې کابو یو کال وړاندې په دوحه کې لاسلیک شو، طالبانو ژمنه کړې چې د القاعده شبکې په ګډون له تروریستي ډلو سره خپلې اړیکې پرې کوي، تاوتریخوالی کموي او له افغان دولت سره د سولې مذاکرات پیلوي.

د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن حکومت ویلي چې د دوحه تړون چې د پخواني جمهور رئیس دونالد ټرمپ د حکومت پر وخت لاس لیک شوی بیا ارزوي تر څو ولیدل شي چې ایا طالبان خپلو ژمنو ته وفاداره دي او که نه.

د افغانستان حکومت او د امریکا د دفاع وزارت او د ناټو یو شمیر غړو هیوادونو ویلي دي چې طالبانو پر خپلو ژمنو عمل ندی کړی. د امریکا د دفاع وزارت د سرمفتش د یو تازه رپوټ له مخې د القاعده شبکې غړي د طالبانو په لیکو او د سوق او ادارې په چارو کې مدغم شوي دي.

ښاغلي ریډ وویل چې: "باید وکړای شو نړي او د امریکا ولس ته ډاډ ورکړو چې افغانستان به پر ټولې نړۍ باندې د تروریستي بریدونو د پروګرام کولو او طرحه کولو منبع نه وي... ډاډمن نه یو چې د یو شمیر [پوځي] حضور پرته دغه کار وکړای شو."

دمخه تر دې طالبانو خبرداری ورکړی و چې که بهرني ځواکونو د دوحې د تړون په اساس له افغانستان څخه د مۍ د میاشتې پورې ونه وځي دغه ډله به پر هغوی باندې بیا بریدونه پیل کړي.

د دوحې له تړون وروسته طالبانو په افغانستان پر میشتو بهرنیو ځواکونو باندې بریدونه ځنډولي دي.

د طالبانو مشرتابه خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې په خپلو لیکو کې د بهرنیو سخت دریځو جلب او جذب ودروي.

په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پوځي شتون غوښتنه پداسې حال کې پیاوړې کیږي چې د جرمني کابینې د چهارشنبې په ورځ په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د خدمت موده د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ تر پایه وغځوله، خو دغه تصمیم باید د جرمني د پارلمان له لورې هم تائید شي.

جرمني اوس په افغانستان کې ۱۱۰۰ پوځیان لري او د امریکا څخه وروسته دوهم هیواد دی چې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت په چوکاټ کې زیات شمیر سرتیري لري.