په امریکا کې د اقلیم د بدلون د بدو اغیزو خبرداری

د امریکا حکومت وایې په متحده ایالتونو کې د توپانونو، وچکالیو او اور په شمول د اقلیم د بدلون اغیزې له بده بدتر کېږي.

دغه رپوټ چې د امریکا د متحده ایالاتو د څه دپاسه لسو وزارتونو او حکومتي ادارو په زیار د امریکا د کانگرس په سپارښتنه جوړ شوی د جعمې په ورځ خپور شو.

دغه رپوټ د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د سیاستونو سره په ټکر کې دی چې تل یې د اقلیمي بدلونونو رپوټونو ته د شک په سترگه کتلي دي.

د رویټرز د خبري آژانس په حواله سپینې ماڼۍ دغه رپوټ ناسم بللی دی، خو د رپوټ لیکونکو خبرداری ورکړی چې د اقلیم د بدلون له وجې به په امریکا کې ستر ناورینونه رامنځته شي.

جمهور رئیس ټرمپ سپینې ماڼۍ ته له رسیدو وروسته زیات شمیر هغه قوانین او پالیسۍ چې د پخواني جمهور رئیس باراک اوباما په وخت کې د چاپیریال او د اقلیم د بدلون سره د مبارزې په اړوند جوړ شوي وو لغو کړل.

ښاغلي ټرمپ د هغې پر ځای د فوسیلي سونگ موادو د تولید نه پلوي وکړه چې د چاپیریال د ککړتیا او د اقلیم د بدلون د اصلي عواملو څخه شمیرل کیږي.

د ښاغلي ټرمپ د تصمیم په بنسټ امریکا تیر کال د پاریس د اقلیمي بدلونونو د موافقو څخه ووتله.