په داسې حال کې چې ټاکل شوې نن محمد اشرف غني او عبدالله د لوړې مراسم تر سره شي، د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي، د روان کړکېچ د هواري یوازینۍ لار د ټولو جعلې رایو لغوه کول دي.
ښاغلي عبدالله نن دوشنبه «کب ۱۹مه» پر خپل ټوېټر لیکلي: "پکار نه دي چې هیڅ څوک د دموکراسۍ اصل او د قانون حاکمیت پر وړاندې زموږ ژمنو ته څوک شک څرګند کړي، موږ تېر تاریخ ته په کتنې له شخصي ګټو نه په تېرېدنې او جوړجاړي ته په کتو پکار نه دي چې هیڅ چاته دا دلیل په لاس وکړي چې موږ ته څه رابخښي. د ټولو جعلي رایو لغوه کول یوازینۍ د حل لاره ده."
No one should have underestimated our commitment to genuine democracy & our resolve to uphold rule of law. Our track record of self-denial & compromise should not have given cause to anyone to take us for granted. Invalidation of all fraudulent votes is the way out! pic.twitter.com/FbEXLyljUy
— Dr. Abdullah Abdullah (@DrabdullahCE) March 9, 2020
عبدالله عبدالله پر داسې مهال دا څرګندوني کوي چې ټاکل شوې وه نن نوموړي له محمد اشرف غني سره هم مهاله له خپل اړخه هم د لوړې مراسم تر سره کړي.
ارګ او اجرائیه ریاست دواړه د لوړي مراسمو لپاره پوره چمتووالی نیولی دی او مېلمانه یې هم دعوت کړي دي.
دغه مراسم چې ټاکل شوې وه نن سهار ۹ بجې پیل شوي وای، د افغانستان جمهوري ریاست خبر ورکړ چې د محمد اشرف غني د لوړې مراسم د څو ساعتونو لپاره وځنډېدل، د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړي فضل احمد معنیوي هم وویل چې د عبدالله د لوړې مراسم هم ځنډېدلي دي.
تر دې مخکې د عبدالله عبدالله او محمد اشرف غني استازو یوې پایلې ته د رسېدو لپاره خبرې پیل کړي وې چې د فضل احمد معنوي په وینا تر دا مهاله کومې نتیجې ته نه دي رسېدلي.
معنوي همدرانګه ټینګار وکړ که چیري محمد اشرف غني د لوړې مراسم تر سره کړي عبدالله عبدالله یه هم ورسره سم د لوړې مراسم تر سره کړي.