افغانستان له زمبابوی سره د ټیسټ سیالیو لپاره لوبډله اعلان کړه

د افغانستان په کوربه توب د زمبابوې سره د دوه ټسټ لوبو سربېره درې شل اوریزې لوبې هم ترسره کیږي

د زمبابورې پر وړاندې د ټسټ لوبو لپاره د افغان لوبغاړو نوملړ اعلان شو. په پام کې ده چې په راروانې مارچ میاشتې کې د افغانستان او زمبابوې لوبډلې په اماراتو کې دوه ټسټ لوبې وکړي.

په اعلان شوي لوبډلې کې د اصغر افغان په لوبډلمشرۍ نور لوبغاړي هر یو ناصر جمال، امیر حمزه، یمین احمدزی، ضیاالرحمن اکبر، راشد خان، افسر ځاځی، حشمت الله شهیدي، بهیر شاه محبوب، وفادار مومند، رحمت الله، شاهد الله کمال، سلیم صفي، سید احمد شیرزاد، منیر کاکړ، ضیا الحق فاروقي، عبدالمالک، ابراهیم ځدراڼ او جاوید احمدي شامل دي.

په اعلان شوې لوبډلې کې مجیب الرحمن نشته او محمد نبي دوه کاله مخکې له ټسټ لوبو استعفا کړې ده.

له بلی خوا یو شمېر نوي راټوکیدلي استعدادونه په دې لوبډلې کې لیدل کیږي.

له دې مخکې د افغانستان کرکټ بورډ ویلي وو چې د ملي لوبډلې د غواروي لړۍ کې د روڼوالي په موخه د غواروي کمیټه له منځه وړي.

د بورډ مشر فرهان یوسفزي ویلي وو چې لوبغاړي به د یو ځانګړي سافټ ویر له خوا غوره کیږي.

په راروانې مارچ میاشتې کې افغان لوبډله د زمبابوې سره د دوه ټسټ لوبو سربېره درې شل اوریزې لوبې هم کوي چې د افغانستان په کوربه توب ترسره کیږي.