افغان سفیر: د سولې خبرې باید یوازې په قطر پورې منحصر نه وي

طالبانو په ۲۰۱۳ کال کې په قطر کې سیاسي دفتر پرانیست.

د عربي متحده اماراتو لپاره د افغانستان سفیر ویلي چې په کار ده د افغانستان د سولې خبرې دې په اروپا، آسیا، منځني یا پخپله په افغانستان کې په دوره اي شکل وشي.

سفیر جاوید احمد د رویټرز خبري اژانس ته ویلي طالبان نسبت بل ځای ته په قطر کې ځان آرام احساسوي. ښاغلي احمد ویلي، "مونږ غواړو طالبان خپل د آرامتیا له سیمې نه بهر شي."

طالبانو په ۲۰۱۳ کال کې په قطر کې سیاسي دفتر پرانیست او تیر کال یې د افغانستان د حکومت د استازو سره مخامخ د سولې خبرې پیل کړلې.

ښاغلي جاودید احمد همدارنګه ویلي چې قطر کولی شو د خپل کوربه توب له لارې طالبان په افغانستان کې د تشدد کمیدو ته وهڅوي. سفیر زیاته کړه، " د قطر چارواکو د طالبانو د کوربه په حیث په سمه توګه د خپل اثر او رسوخ نه کار وانخیست. هغوي کولی شول طالبان د تشدد کمیدو یا اوربند ته وهڅوي.

خو قطر وایي د سولې خبرو کوربه توب ته متعهد دی او په افغانستان کې د تشدد کمیدل غواړي چې د دوامدارې سولې او امنیت سبب شي.

د دې هیواد په اعلامیې کې ویل شوي، " دا چې د افغانستان د حکومت او طالبانو استازي لا هم د خبرو په میز کې دي، معنی یې دا ده چې خبرې اترې نتیجه ورکوي."

ټاکل شوې د افغانستان د سولې په هکله یوه غونډه په همدې اوونۍ کې په روسیې، او بله غونډه به راتلونکې میاشت کې په ترکیه کې وشي.

سره لدې چې د امریکا متحده ایالاتو د "موقتي ادارې" وړاندیز کړی، خو سفیر جاوید احمد وایي په ګډ حکومت کې طالبان او پخواني جګړه ماران ځای کیدی شي خو زیاتوي چې د واک د انتقال لپاره یوازینۍ لار انتخابات دي.