د افغان پوځ الوتکو ته د غیر پوځي کسانو لاسرسی محدود شو

د افغان پوځ هلیکوپټرې

د افغانستان حکومت د امنیتي ځواکونو الوتکو ته د غیر پوځي کسانو لاسرسی محدود کړی دی.

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال امرالله صالح نن سې شنبه جون ۲۹ (چنګاښ اتمه) ویلي چې دا کار طالبانو ته د ماتې ورکولو او د امنیتي او دفاعي قواوو د ملاتړ په هدف شوی دی.

نوموړي په دې اړه پر خپل فېسبوک پاڼه لیکلي: "طالبانو ته د ماتې ورکولو او په بشپړ ډول د با وقاره او زړورو امنیتي او دفاعي قواو په واک کې د هوايي ځواک د ورکولو په هدف، الوتکو ته د غیر پوځي افرادو او اغازاده ګانو لاسرسۍ محدود کړی شوی دی."

نوموړي زیاته کړې چې دا یو له معقولو او مسلکي پریکړو څه ده چې په وینا یې د وضعیت له ژورې او دقیقې ارزیابۍ وروسته شوې ده.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، او سمهال د افغان هوايي قواوو فعالیت په څلورو برخو کې متمرکز دی.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند فواد امان امریکا غږ ته وویل چې د هوايي قواوو د پلان په اساس دغه سرتیري اوس مهال د کشف، پر وسله والو د هوايي بریدونو، افغان سرتیرو ته اکمالاتو او له یو ولایت څخه بل ولایت ته د افغان سرتیرو انتقال او روغتونونو ته د ټپي شویو سرتیرو رسول دي.

ښاغلي امان زیاته کړه: "تیر ته په کتو په لوړ ظرفیت سره یوه مسلکي او مجهزه قووا لرو... اوس مهال هغوی په خپلواکه توګه عملیات کوي او د دغه سرتیرو عملیات منظم روان دي."

تر دې مخکې د افغان حکومت یو شمېر ملکي چارواکو د افغان هوايي ځواک له هلیکوپټرو څخه په استفادې ځینو سیمو ته سفرونه کول چې د خلکو لخوا له انتقادونو سره مخ کېدل.

بلخوا داسې شکایتونه هم موجود وو چې د هلیکوپټرو د مصروفیت له امله په لیري پرتو سیمو کې مېشتو افغان سرتیرو ته پر وخت اکمالات نه کېدل.

د افغانستان حکومت پر داسې مهال دا پرېکړه کوي چې په دې وروستیو کې د جګړو له زیاتېدو سره هلیکوپټرو ته د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو اړتیا زیاته شوې ده.