د افغانستان دفاع وزارت وايي د دوی د څېړنو له مخې د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د افغان پوځ هلیکوپټر د عليپور اړوند وسله والو لخوا ویشتل شوې ده.
د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان نن شنبه مارچ ۲۰(کب ۳۰) امریکا غږ ته وویل: "د دفاع وزارت څېړنې او لاسته راغلي اسناد او مدارک ښيي چې د هوايي قواو هیلکوپټر په بهسود ولسوالۍ کې د عليپور اړوند وسله والو لخوا هدف ګرځول شوې ده.دفاع وزارت په دغه پېښه کې د خپلو شهیدانو غچ په هره بیه چې وي اخلي او عاملین به یې نسکور کړي."
فواد په دې اړه پر خپله ټویټر پاڼه هم لیکلي.
بررسی های وزارت دفاع ملی و همچنان اسناد و مدرک های به دست آمده نشان می دهد که هلیکوپتر قوای هوایی توسط جنگجویان وابسته به علیپور در ولسوالی بهسود هدف قرارداده شده است. وزارت دفاع ملی به هر قیمت انتقام خود شهدای این حادثه تروریستی را میگیرد و عاملان آن به کیفر خواهد رساند.
— Fawad Aman (@FawadAman2) March 20, 2021
خپله د غیر مسؤله وسله والو قوماندان علي پور تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.
بلخوا افغان ولسمشر محمد اشرف غني په یاده پېښه کې د افغان پوځ د وژل شوو پیلوټانو له کورنیو سره نن په تیلیفوني خبرو کې یو ځل بیا د دغه پېښې پر غچ اخیستلو ټینګار کړی دی.
د ارګ په اعلامیه کې راغلي: " د بهسود وروستۍ پېښې د شهیدانو ورثې سره په تیلیفوني تماس کې جمهوررئیس د ټولو شهیدانو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د بهسود وروستۍ پېښې د شهیدانو غچ اخیستل کېږي او دغه جنایت د بښلو نه دی او بې پوښتنې نه پاتې کېږي."
د بهسود وروستۍ پېښې د شهیدانو ورثې سره په ټلیفوني تماس کې جمهوررئیس د ټولو شهیدانو کورنیو ته ډاډ ورکړ چې د بهسود وروستۍ پېښې د شهیدانو غچ اخیستل کېږي او دغه جنایت د بښلو نه دی او بې پوښتنې نه پاتې کېږي. pic.twitter.com/3YZ9TkOZnq
— ارگ (@ARG_AFG) March 20, 2021
درې شپې مخکې د میدان وردګ ولایت په بهسود ولسوالۍ کې د افغان پوځ د ۷۷۷ لوا د یو هلیکوپټر لوېدو په پېښه کې نهه افغان منسوبین ووژل شول چې څلور تنه یې پيلوټان وو.
افغان ولسمشر هم تر دې مخکې ویلي وو چې د یادې پېښې عاملینو ته به سخته سزا ورکړل شي.
دا په داسې حال کې ده چې د سلواغې میاشتې پر لسمه نیټه په بهسود ولسوالۍ کې د لاریون پر مهال ۱۱ تنه ملکي وګړي وژل شوي او ۳۱ تنه نور ټپيان شول.