دفاع وزارت: د کندز خان‌ اباد ولسوالي بېرته افغان ځواکونو ونیوله

عکس(ارشیف) کندز ولایت

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو طالبانو ته د درنې مرګ‌ ژوبلې په اړولو سره د کندز د خان‌ اباد ولسوالي بېرته نیولې ده.

د طالبانو یو ویاند ذبیح‌الله مجاهد په خپل ټویټر لیکلي چې افغان ځواکونه نن سهار د کندز ولایت د خان‌اباد ولسوالۍ له مرکز، امنیه قوماندانۍ او نورو اړوندو سیمو څخه وتلي او دغه ولسوالۍ په بشپړ ډول د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.

خو د افغانستان د دفاع وزارت د ویاند مرستیال فواد امان د دوشنبې په ورځ د جون ۱۴ (غبرګولي ۲۴) وویل چې افغان ځواکونو د کندز د خان‌اباد ولسوالي بېرته نیولې او طالبانو ته یې درنه مرګ‌ ژوبله اړولې.

فواد امان زیاته کړه: "تازه دمي ځواکونه ولسوالۍ ته رسېدلي او چاڼیز عملیات دوام لري."

د کندز سیمه‌ ييزو امنیتي چارواکو هم د افغان ځواکونو له لوري د خان‌اباد ولسوالي بېرته نیول تائید کړي دي.

د دغه ولایت د پولیسو ویاند انعام‌الدین رحماني امریکا غږ ته وویل تېره شپه په خان‌اباد ولسوالۍ باندې د طالبانو له برید ورسته افغان ځواکونو له دغې ولسوالۍ شاتګ وکړ او د ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره یې په طالبانو بریدونه پیل کړل.

هغه وویل: "امنیتي او دفاعي ځواکونه څو شیبې وړاندې د ولسي پاڅونوالو په مرسته د ولسوالۍ ودانۍ ته دننه شول او اوس په بازار کې د امیني او دفاعي ځواکونو او تروریستانو ترمنځ سخته جګړه روانه ده".

د کندز د پولیسو ویاند په دغو نښتو کې دواړو خواو ته د اوښتې مرګ‌ ژوبلې په اړه څه ونه ویل.

طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.