'افغان حکومت دي د بشري فعالانو امنیت ټینګ کړي'

عکس(ارشیف)

د بخښنې نړیوال سازمان د بشري حقونو مدافعینو د ملاتړ کمېسیون ته په اشاره وايي چې د درې میاشتو په تیرېدو سره د بشري حقونو مدافعینو د ساتنې په برخه کې هیڅ عملي اقدام نه دی شوی.

یاد سازمان نن سه شنبه مارچ ۱۶(کب ۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې افغان چارواکي باید د بشري حقونو مدافعینو ته د متوجه ګواښونو په وړاندې ژر تر ژره اقدام وکړي.

د بخښنې نړیوال سازمان ویلي: "د جمهوري ریاست له فرمان څخه له څه باندې درې میاشتو په تیرېدو سره، د بشرحقونو مدافعینو د ملاتړ کمېسیون په رسمي ډول رامنځته شوی دی، تر دا مهاله یې د عملي میکانیزم، طرحې او یا ستراتیژۍ برخه کې هیڅ عملي اقدام نه دی کړی."

په افغانستان د ملګرو ملتونو سیاسي استازوالۍ یا یوناما روان کال پخپل راپور کې ویلي و چې د سولې د بین الافغاني مذاکراتو تر پیلېدو وروسته د بشري حقونو او رسنیو ۱۱ کار کوونکي په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې له تیرو دری میاشتو راپدېخوا په افغانستان کې د بشري حقونو د فعالانو په وړاندې ګواښونه او بریدونه زیات شوي دي.

د بخښنې نړیوال سازمان د اسیا د برخې مدیرې یامیني میشرا ویلي: "ګډ کمېسیون باید ژر تر ژره خپل کار چټک کړي، او د بشري حقونو امنیتي اړتیاوې دي پخپلو لومړیتوبونو کې ونیسي، ټول ګواښونه، بریدونه دي و څېړي او مسؤلین دي وپوښتي."

اغلې میشرا ویلي چې د بشري حقونو د مدافعینو د ملاتړ ګډ کمېسیون خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره باید له لازمو بشري او مالي منابعو څخه برخمن وي او ټینګار یې کړی چې نړیواله ټولنه او د افغانستان حکومت باید ورڅخه ملاتړ وکړي.

افغان حکومت تر دا مهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.