افغانستان کې تاوتریخوالی؛ یوه اونۍ کې ۱۰۶ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

عکس (ارشیف)

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په دغه هیواد کې د تاوتریخوالي زیاتېدو په اړه د اندېښنې په ښودلو سره وایي چې یوازې په تیرو شپږو ورځو کې ۱۰۶ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د بشري حقونو کمېسیون ویاند ذبیح الله فرهنګ نن دوشنبه مارچ ۱۵(کب ۲۵) امریکا غږ ته وویل چې په دغه موده کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۳ نور ټپیان شوي دي.

د یاد کمېسیون د معلوماتو په اساس یاد کسان په کابل، هرات، کندز، غور، کونړ او پکتیا کې د تاوتریخوالي په بېلابېلو پېښو کې مړه او ټپيان شوي دي.

ښاغلي فرهنګ وویل چې په وژل شوو کسانو کې دوې ښځې او درې ماشومان او په ټپیانو کې ۲۵ ښځې او ۲۱ ماشومان هم شامل دي.

روانه اونۍ د ارزګان او کندهار ولایت پر لویه لار د ارزګان ولایت په مربوطاتو کې د سړک غاړې ماین چاودنې کې هم درې تنه ملکي وګړي ووژل شول او څلور تنه ټپیان شول.

بلخوا پرون یکشنبه ماښام ناوخته په کابل ښار کې په دوو بېلابېلو چاودنو کې درې ملکي وګړي ووژل شول او ۱۲ تنه نور ټپیان شول.

د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون ویاند فرهنګ وویل: "موږ په وارـ وار له ښکېلو غاړو څخه د نړیوالو بشري حقوقو د رعایت غوښتنه کړې ده،خو بدبختانه په دې برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی."

د بشري حقونو کمېسیون له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو څخه وغوښتل چې د تاوتریخوالي کمېدو او اوربند ټینګېدو په هدف په افغانستان کې پر ښکېلو اړخونو فشارونه زیات کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا تازه په افغانستان کې د تاوتریخوالي زیاتوالی غندلی او په دې اړه یې اندېښنه ښودلې ده.

د امنیت شورا د مارچ ۱۲( کب۲۲) په یوې اعلامې ویلي و چې په دغو بې رحمه بریدونو کې د ښځو په ګډون ملکي مامورین، د قضايي څانګي غړي، مطبوعاتو کارکوونکي، روغتیا پالان او د بشري حقونو مدافعان په نښه کیږي.

د امنیت شورا د دغو مخ پر زیاتېدونکو بریدونو په اړه خواشیني‌ښودلې، د سملاسي بندولو غوښتنه یې کړې وه او محکمې ته د عاملانو د کشولو غږ کړی و.

تر دا مهاله افغان حکومت او وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.