د کرکټ بورډ د دوو چارواکو پر بهرني فعالیت بندیز

د افغانستان کرکټ بورډ د ملي لوبډلې مدیر نوید صیام کاکړ او د غوراوي کمېټې مخکنی مشر دولت خان احمدزی د یوه کال لپاره د کرکټ له نړیوال فعالیت څخه بند کړل.

د کرکټ بورډ غړي او د ولسمشر اشرف غني سلاکار ضیاالحق امرخېل نن شنبه د «چنګاښ پر۲۲مه» په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې د یادو کسانو په اړه دغه تصمیم پخپلو چارو کې د ځینو ناغېړیو او نیمګړتیاو له امله تر یو لړ څېړنو وروسته ملي ګټو ته په کتو نیول شوی دی.

هغه وویل، چې یاد کسان د یوه کال لپاره یوازې د کرکټ په داخلي چارو کې فعالیت کولای شي.

د کرکټ بورډ غړي ضیاالحق امرخېل د بورډ د پرېکړې پرمهال وویل، چې یو کال وروسته به د دوی کړنې ارزول کیږي چې وروسته به یې په اړه پرېکړه وشي.

Your browser doesn’t support HTML5

د کرکټ بورډ په چارواکو بندیز

د یادې پریکړې د اعلان پرمهال د افغانستان کرکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي شتون نه درلود.

که څه هم مخکې داسې اوازې وې چې د کرکټ بورډ مشر له ندې لیري شوی، خو د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک امریکا غږ ته وویل، چې په دې اړه اوازې حقیقت نه لري.

تر دې مخکې به یادو کسانو لکه د لوبډلې د منېجر یا لوبډلې د کپتان په صفت له ملي لوبډلې سره بهرني سفرونه کول.

دا په داسې حال کې ده چې کرکټ بورډ تېره اونۍ د کرکټ بورډ د پخواني اجرائیه رئیس اسدالله خان په ګډون د یادو کسانو دندې وځنډولې او ویې ویل چې د یوې اونۍ په جریان کې به یې په اړه پرېکړه وکړي.

کرکټ بورډ پر داسې مهال د نوید صیام کاکړ او دولت خان احمدزي پر بهرني فعالیت د یوه کال لپاره بندیز لګوي چې تېره ورځ کرکټ بورډ راشد خان د ګلبدین نائب پر ځای د ملي لوبډلې د کپتان او تر هغه یوه ورځ مخکې لطف الله ستانکزی د کرکټ بورډ د اجرائیه رئیس په صفت اعلان کړل.

په کرکټ بورډ کې دغه نوي بدلونونه پر داسې مهال رامنځته کیږي چې افغان لوبډلې په نړیوال جام کې د توقع خلاف خپلې ټولې لوبې وبایللې.

افغانستان د ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې ښه ونه ځلېده او ټولې نهه لوبې یې وبایللې، د دغو ماتو یو عمده علت په بورډ او ټیم کې د چارواکو او لوبغاړو ترمنځ بي اتفاقي ښودل کیږي.

ولسمشر محمد اشرف غني هم وړمه شپه د افغان کرکټ بورډ د غړو د راپور اورېدو پرمهال ویلي چې د کرکټ بورډ تشکیلاتي ستونزې او اړتیا وې دې و ارزول شي او په اړه دې جدي اقدامات وشي.