کروناویروس؛ د بې وزلو سره د افغان کرکټ لوبغاړو مرستې

حشمت شهیدي‌ او افتاب علم له بې وزلو سره د مرستو په حال کې

د افغانستان د کرکت د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو له هغو افغانانو سره د مرستو لپاره مټې رانغاړلې دي چې د کروناویروس تر نورو ډېر په اقتصادي لحاظ ځپلي دي.

څو ورځې مخکې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې مشهور لوبغاړي‌ راشد خان په خپل فیسبوک، ټویټر او انستګرام کې په پښتو او انګلیسي ژبو پوستونه وکړل او ولیکل چې په دغه بد حالت کې به له خپلو افغانانو سره مرستې وکړې.

"... موږ به هغو خلکو او بې وزلو سره چې د کرونا له کبله اقتصادي زیانمن شوي، ‌د باندې نشي وتلی او په کورونو کې دننه دي، د اړتیا وړ او ضروري توکو مرستې برابرو او رسوو. زه له ټولو لوبغاړو، سوداګرو، سیاسي او ملي شخصیتونو څخه غواړم چې په دغو سختو شرایطو کې د خلکو لاس ونیسي او له خلکو سره مرستې وکړي. د بل سره په مرستې سړی لا شتمن کیږي او زړه یې لا غني کیږي. په مرستې سره مو شتمني نوره هم زیاتیږي!"

د راشد خان دا پیغام لسګونه زره خلکو خوښ او له یو بل سره شریک کړ. له دغه پیغام وروسته نورو لوبغاړو هم له بې وزله خلکو سره مرستو ته را ودانګل.

د افغانستان د ملي لوبډلې بل لوبغاړي نجیب ځدراڼ په خپل فیسبوک او ټویټر کې ولیکل: "..زه خپل مسولیت ګڼم چې په ګران هېواد کې په دې اساس وخت کې تر خپله وسه د خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړم. د ټولو هغو افغانانو وروڼو او خویندو نه چې هېواد نه بهر او که افغانستان کې اوسي، غوښتنه کوم چې په دغه سخت وخت کې خپلو هېوادوالو سره په هره برخه او هر رنګ چې وي مرستو ته را ودانګي."

د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي‌ حشمت شهیدي په خپل موټر کې وریجي، غوړي او نور ضروري‌خوراکي مواد بار کړل، بې وزله خلک یې په نښه کړل او مرستې یې کورونو ته ور ورسولې.

هغه وایي: "نن موږ هم په خپل وس او توان سرهپه دې سختو شرایطوکى د خپلو څو غريبو او بې وزلو هيوادوالو سره د خوراکي توکو ناچيزه مرسته وکړه . دوی ډيرى هغه خلک دي چې د خپلو کورنيو نفقه ورپه غاړه ده.تاسو ته بهتره معلومه ده چه د هيواد ډيرى وګړي په روزمزد باندى د خپلو کورنيو لپاره حلاله نفقه تياروي، ولې د قرنطين په شپو ورځو کي د کار موندنه ناشونې ده."

ښاغلي شهیدي دا مرستې په کابل کې په بې وزلو کورنیو ووېشلې.

بل لوبغاړي افتاب علم چې په ننګرهار کې ژوند کوي چې له بې وزلو سره د مرستو اعلان وکړ. هغه هم یو شمېر بې وزلو ته خوراکي او نور ضرروري مواد ورسول.

ښاغلي علم په خپل فیسبوک کې لیکلي دي: "دا چې کرونا یو الهي افت دی او د ژوند روزمره چارې یې په ټپه ودرولي نو په داسې وخت کې زمونږ غربت ځپلي افغانان تر بل هر چا د مرستې وړ دي. نو په دې اساس زه د کریم صادق فاونډېشن له طریقه له خپلو بیوزلو افغانانو سره د دوه لکه(‌۲۰۰زره) افغانیو په اندازه د خوراکي توکو مرسته کوم. او زه په ټولو شتمنو هېودوالو او د کرکټ په ملي لوبغاړو غږ کوم چې مونږ سره دغه د خېر کار کې همکاري وکړي."

دغو ټولو لوبغاړو د ملي‌ لوبډلې له نورو لوبغاړو او افغان شتمنو او سوداګرو غوښتي چې په دغه برخه کې لاس په کار شي. د افغانستان د ملي لوبډلې ځینو نورو لوبغاړو هم په دغه برخه کې د مرستو ژمنې کړي‌دي.

کروناویروس دا مهال په نړۍ کې څه باندې ۳۴زره کسان مړه کړي‌او شاوخوا ۷۳۴زره نور پرې اخته دي. په افغانستان کې له دې کبله څلور تنه مړه شوي‌او شاوخوا ۱۱۷ پرې اخته شوي‌دي.

افغانستان حکومت د کابل ښار، جلال اباد،‌هرات او ځینو نورو ښارونو کې کاروبارونه تړلي‌او له خلکو یې غوښتي چې له خپلو کورونو څخه ونه وځي.