د مسکو غونډې ته د افغان پلاوي سفر

د مسکو د غونډې لپاره افغان پلاوی

د افغانستان د سولې د عالي شورا څلور کسیز پلاوی نن پنجشنبه ( د نومبر ۸) نیټه له کابل نه د مسکو په لور وخوځېد، ترڅو د افغانستان په تړاوو د مسکو د سولې په غونډه کې چې سبا جوړېږي، ګډون وکړي.

روسیې د مسکو غونډې ته د طالبانو په ګډون د سیمې ۱۲ هېوادونو ته د ګډون بلنه ورکړې ده.

د سولې عالي شورا وايي، چې د افغانستان د سولې په تړاوو د مسکو په غونډه کې ددې شورا د مرستیال حاجي دین محمد په مشرۍ څلور کسیزه پلاوی چې پکې ددې شورا درې نور مرستیالان مولوي عطاء الرحمن سلیم، مېرمن حبیبه سرابي او عبدالخبیر اوچقون شامل دي، نن مسکو ته لاړل.

د سولې عالي شورا وايي، دوی د مسکو په غونډه کې د افغانستان استازولي کوي، خو افغان حکومت دې غونډې ته څوک نه دی لېږلی.

سیاسي شنونکي بیا وايي، د مسکو کنفرانس د افغانستان د سولې لپاره ګټه نه رسوي، بلکې روسیه غواړي چې د خپل امنیت په خاطر ځانونه ډاډه کړي.

په پام کې وه د مسکو غونډه په سپتمبر کې جوړه شوی وای، خو افغان حکومت ورسره مخالفت وکړ، دویم ځل د نومبر په ۴ نېټه پلان شوې وه.

Your browser doesn’t support HTML5

د سولې د عالي شورا د غړو سفر