د ټاکنو کمېسیون وايي نن د پنځو نورو ولایتونو ابتدايي پایلې اعلانوي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، ټاکل شوې نن شنبه هم د پنځو نورو ولایتونو ابتدايي پایلې هم اعلان کړي.

د دغه کمېسیون یوه ویاند ذبیح سادات امریکا غږ ته وویل: "نن بیا هم ممکن کمېسیون د پنځو ولایتونو ابتدايي پایلې اعلان کړي، پر همدې باندې کمېسیون کار کوي، د کمېسیون جلسه ده، تر څو د پنځو نورو ولایتونو لېست له هېوادوالو سره شریک کړو."

د ټاکنو کمېسیون تېره شپه د یوه مطبوعاتي کنفرانس مهال د پنځو ولایتونو روزګان، دایکنډي، فراه، جوزجان او بامیانو د پارلماني‌ ټاکنو ابتدايي پایلې اعلان کړې.

دا مطلب هم ولولئ د پنځو ولایتونو د پارلماني ټاکنو ابتدایي پایلې اعلان شوې

له دغو ولایتونو څخه ١٦ تنو ولسي جرګې ته لاره موندلې چې ١٢ تنه یې نارینه او څلور ښځې دي.

د ټاکنو کمېسون د ولسي جرګې انتخاباتو د ابتدايي پایلو اعلان څو ځله وځنډوی چې د خلکو نیوکې رامنځته کړې.

د پارلماني انتخاباتو د ابتدايي پایلو په اعلان کې له جوزجان ولایت څخه د جنرال عبدالرشید دوستم او احمد خان ایشچي‌ زامن هم بریالي شوي دي.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو لمخې د جنرال دوستم زوی باتور دوستم لوموړی او د ایشچي زوی بکتاش ایشچي دوهمه درجه رایې وړي دي.