له امنیتي ګواښونو سره سره افغانستان کې انتخابات وشول

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن (سپتمبر۲۸) مازدیګر پنځه بجې په ټول افغانستان کې رسماً د رای ورکولو د بهیر د پای ته رسېدو اعلان وکړ.​

افغان چارواکي‌ وايي له کومې لویې امنیتي پېښې پرته په ټول افغانستان کې د ولسمشریزې ټاکنې وشوې.

د ټاکنو کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله د ټاکنو په ورځ ناوخته خبریالانو ته وویل چې په ټول افغانستان کې د ۴۹۴۲ مرکزونو له جملې یوازې ۳۷ مرکزونه د ناامنیو له امله تړل شوي و او په ۴۹۰۵ مرکزونو کې رای اچول شوي.

ټاکل شوې و، چې د رای اچونې بهیر نن ماسپښین درې بجې پای ته رسېدلی وای، خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون وروسته دغه بهیر د دوو نورو ساعتونو لپار وغځوه.

د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مشرې حوا علم نورستاني وویل، چې په ټول افغانستان کې د رای اچونې ۹۸ په سلو کې محلونه د رای ورکونکو پر مخ خلاص و او د ټاکنو کمېسیون ۹۹ سلنه کار کوونکو پکې حضور لاره.

نوموړې همدارنګه زیاته کړه، چې د رای ورکولو مرکزونو ته ۹۶ سلنه حساس او غیر حساس مواد رسېدلي و او ترڅنګ یې ۹۸ سلنه د بایومټریک دستګاو هم کار کاوه.

که څه هم تر دا مهاله په دغو ټاکنو کې د رای ورکوونکو کره شمېر معلوم نه دی، خو په مرکز او ولایتونو کې د امریکا غږ د خبریالانو د معلوماتو له‌مخې نسبت تېرو ټاکنو ته د خلکو ونډه کمرنګه وه.

په یادو ټاکنو کې د خلکو د ونډې کموالی تر ډېره د وسله والو مخالفینو لخوا امنیتي ګواښونه بلل کېدل.

د راپورونو له‌مخې په یو شمېر ولایتونو کې رای پاڼو د شمېرلو بهیر پيل شوی دی.

د ټاکنو په مناسبت خلکو ته د محمد اشرف غني ټینګار

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یادو ټاکنو د پای ته رسېدو په مناسبت خلکو ته مبارکي وویل او ټانکو د امنیت په خاطر یې د افغان امنیتي سرتېرو هڅې وستایلې.

نوموړي د یو شمېر کاندیدانو لخوا د درغلیو د شکایتونو په اړه له ټاکنو کمېسیون څخه وغوښتل چې یادو شکایتونو ته رسېدنه وکړي.

هغه یو ځل بیا پر طالبانو غږ وکړ، چې د افغان حکومت غېږه خلاصه ده او له هغوی یې وغوښتل چې د سولې له بهیر سره یو ځای شي.

امنیتي تدابیر

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وايي، نن شنبه وسله والو طالبانو په ټول افغانستان کې د رای ورکولو ۷۵ مرکزونو ته نژدې ۶۸ بریدونه تر سره کړي دي.

مسعود اندرابي د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو د دې سره سرهپخپلو کلکو امنیتي تدابیرو سره د وسله والو مخالفینو د ګڼو بریدونو مخه نیولې ده.

د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي نن شنبه د ولسمشریزو ټاکنو تر پای ته رسېدو وروسته وویل، چې د تاوتریخوالې ددغه پېښو زیاته برخه په تخار، لوګر، کونړ، پکتیا، پکتیکا، جوزجان، کندهار، بدخشان او کندز ولایتونو کې رامنځته شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه بریدونو کې، د راکټونو توغول، د ماینونو چاودنې او د مخالفینو لخوا د لارو بندول هم شامل و.

هغه وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو د دې سره سره پر زیاتو ټاکنیزو مرکزونو د وسله والو مخالفینو د زیاتو بریدونو او ماین چاودنو مخه ونیوله.

ښاغلي اندرابي وویل، چې د نننیو امنیتي تدابیرو پرمهال د وسله والو مخالفینو په بریدونو کې دوه افغان پولیس وژل شوي، یو سیمه ییز پولیس او دوه ملي اردو او ۳۷ ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر وویل، چې افغان امنیتي ځواکونه د خپل پلان دریمې برخې ته داخل شوي چې له پلان سره سم به ټاکنیز مواد تر مرکزونو پورې ورسوي.

دغه کنفرانس ته د افغانستان د دفاع وزیر اسدالله خالد هم وویل، چې افغان امنیتي ځواکونو د وسله والو طالبانو زیات بریدونه خنثی کړل.

د افغان امنیتي ارګانونو د معلوماتو له‌مخې ۷۰ زره افغان امنیتي سرتېري د ټاکنو د امنیت په هدف ګمارل شوي و.

وسله والو طالبانو بیا رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویلي، په ګڼو ولایتونو کې د ټاکنو بهیر د ګډوډلو په هدف ۳۱۴ لوی او واړه بریدونه تر سره کړي دي او امنیتي سرتېرو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده او یادې ټاکنې ناکامې بللې دي.

د افغانستان د ۱۳۹۸ کال د میزان میاشتې د شپږمې نېټې د ولسمشریزو ټاکنو بهیر نن شنبه سهار اوبه بجې پیل شو چې لس ساعته یې دوام وکړ.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني، عبدالله عبدالله، رحمت الله نبیل، ګلبدین حکمتیار، حکیم تورسن، سید نورالله جلیلي، احمد ولي مسعود، عنایت الله حفیظ، نورالرحمن لېوال، محمد شهاب حکیمي، ډاکټر فرامز تمنا او یو شمېر نورو کاندیدانو خپلې رایې وکارولې. دوی په خپلو څرګندونو کې د ټاکنو پر شفافیت ټینګار وکړ.

د یادونې وړ ده چې لسګونه زره کورنیو او بهرنیو ناظرینو د یادو ټاکنو څارنه کول.