راتلونکې شنبه د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو نوم لیکنه پیلېږي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسمشرۍ ټاکنو د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر به د راتلونکې شنبې په ورځ چې د جدې لومړۍ نېټه کېږي پیل شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیس عبدالبدیع صیاد د دوشنبې په ورځ د «لېندۍ پر ۲۶مه» د مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل:" د نوم لیکنې لپاره دوولس ورځې په نظر کې نیول شوي دي، چې د راتلونکې شنبې په ورځ به پیلېږي، د اول له جدې نه تر ۱۲ تر جدې پوري."

د ټاکنو کمېسیون رئیس وویل چې د ولسمشرۍ ټاکنې به د اعلان شوي مهالوېش لمخې د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د حمل میاشتې پر ۳۱مه نېټه تر سره شي.

تر دا مهال افغان ولسمشر محمد اشرف غني‌، او په هند کې د افغانستان پخواني سفیر شیدا محمد ابدالي په رسمي ډول د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته د درېدو ویلي دي.

  • د ولسي جرګې تېرې ټاکنې

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې د تېرو ټاکنو د څلورو نورو کندهار، هرات، هلمند او کندز ولایتونو لومړنۍ پایلې اعلان کړې.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیس عبدالدبیع صیاد د دوشنبې په ورځ د یوه مطبوعاتي کنفرانس پر مهال وویل چې په دغه څلورو ولایتونو سره د اعلان شوو ولایتونو شمېر ۲۹ تنه ورسېد.

کابل، پکتیا، بغلان او ننګرهار چې تر دا مهاله یې لوموړنۍ پایلې نه دي اعلان شوي ښاغلي صیاد وویل چې ډېر ژر به یې لومړنۍ پایلې اعلان شي.

عبدالبدیع صیاد

هغه وویل: "موږ یوازې څلور ولایتونه لرو چې ډېر ژر به یې لومړني‌ نتایج اعلان کړو، ځکه په دې ولایتونو کې مشکلات و په ځانګړي ډول کابل، پکتیا او بغلان او ننګرهار هم نژدې دی چې نتایج به یې له خلکو سره شریک کړو."

صیاد وویل چې د کابل د رایو شمېرلو او تفتیش بهیر تېره ورځ پای ته رسېدلی او د پکتیا او بغلان لپاره هم د نوو ولایتي رئیسانو په ټاکلو سره په دواړو ولایتونو کې د رایو شمېرلو بهیر له سره پیل شوی چې په دوو ورځو کې به یې نتیجې معلومې شي.

نوموړي زیاته کړه چې په لومړنیو پایلو کې تر ډېره نوي کسان چې اکثریت یې ځوانان دي بریالي شوي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې د ۲۴۹ څوکیو لپاره څه باندې ۲زره تنو ځانونه کاندید کړي و.

کمېسیون وايي د کابل لومړنۍ پایلې به هم ژر اعلان کړي

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د کوچیانو او اهل هنود کاندیدانو لومړنۍ پایلې به د ولایتونو د لومړنیو پایلو د اعلانولو تر پای ته رسېدو وروسته اعلان شي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار تېره ورځ د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې په ټاکنو په فساد تورن کړ.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رئیس وویل هر هغه څوک په دې اړه مستند اسناد ولري له عدلي او قضايي ارګانونو سره دې شریک کړي.