د لاس رسي وړ اتصالات

د کابل رایو پر سر د انتخاباتي کمیسیونونو د جنجال دوام


د جمهور رئیس د مرستیال، قاضي القضات او د افغانستان د لوی څارنوال د منځگړیتوب سره سره

داسې بریښي چې د کابل د پارلماني انتخاباتو د رایو د باطلولو پر سر د دوو کمیسیونونو اختلافونه ندي حل شوي.

د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د "انتخاباتو د کمیسیون د یو شمیر مسؤلینو له خوا د انتخاباتي جرمونو د کولو" په خاطر د کابل د ولسي جرگې د انتخباتو رای باطلې دي.

خو د حکومت د مداخلې او د دولت د لوړپوړو مسؤلینو سره د دوو انتخاباتي کمیسیونونو د جمعې د ورځې (دسمبر ٧) د غونډې وروسته د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون موافقه وکړه چې د کابل ولایت د پارلماني ټاکنو د ټولو رایو د باطلولو پر پریکړې بیا غور وکړي.

پدغه غونډه کې پریکړه شوې وه چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د رای ورکوونکو فهرست، د بایو متریک شويو انتخاباتي مرکزونو لست، ژورنالونه، پایلو جدولونه او د نورو مدارکو ضروري اسناد د ۴٨ ساعتونو په ترڅ کې د شکایتونو کمیسیون ته وسپاري.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند ډاکتر علي رضا روحاني د یکشنبې په ورځ (دسمبر٩) د امریکا غږ ته وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تر اوسه دغه اسناد ندي برابر کړي.

پدې ترڅ کې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مسؤلینو ادعا کړې چې د اړتیا وړ ټول اسناد یې د شکایتونو کمیسیون ته سپارلي دي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي وویل چې د کابل د رایو تفتیش او یباشمیرنې بهیر د څلورو ورځو راهیسې دریدلی دی چې د انتخاباتو د شکایتونو کمیسیون د دغه بهیر څارنه وکړي.

ښاغلي ابراهیمي د امریکا غږ ته وویل چې که د دوشنبې په ورځ (دسمبر ٩) د شکایتونو کمیسیون غړي د کابل د رایو د بیاشمیرنې پروسې ته رانشي رای به د انتخاباتو د څارونکو بنسټونو د غړو، د گوندونو او د کاندیدانو د استازو په حضور کې تفتیش او بیا وشمیرل شي.

د انتخاباتو د څار بسنټونه خبرداری ورکوي چې که د دغو دوو انتخاباتي کمیسیونونو ترمنځ د همکارۍ روحیه همداسې "کمزورې" وي، دا خطر شته چې د افغانستان د انتخاباتو بهیر بیا له کړکیچ سره مخامخ شي.

XS
SM
MD
LG