ولسمشریزو ټاکنو ته د کاندیدانو نوم لیکنه پیل شوه

د افغانستان د راتلونکو ۱۳۹۸ کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره د کاندیدانو د نوم لیکنې بهیر نن شنبه پیل شو.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، تر دا مهاله ۲۲ تنو د ولسمشرۍ ټاکنو کې د کاندېدو لپاره معلوماتي کڅوړې تر لاسه کړي دي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي د شنبې په ورځ امریکا غږ ته وویل:"زلمي رسول، فرامرز تمانا، نورالحق علومي، احمدولي مسعود، محمد حنیف اتمر، انوارالحق احدي، شیدا محمد ابدالي او یو شمېر نورو کسان معلوماتي کڅوړې تر لاسه کړي دي."

پخواني معلومات

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، سبا شنبه د «جدې پر لومړۍ» نېټه د جمهوري ریاست را تلونکو ټاکنو ته د کاندیدانو د نوم ثبتولو بهیر په رسمي ډول پیلېږي.

دغه کمېسیون وايي، چې تر دامهاله د افغانستان د کورنیو چارو د پخواني وزیر نورالحق علومي، او د« افغانستان د نوې ملي جبهې» د مشر انوارالحق احدي په ګډون شپږو تنو نورو ولسمشرۍ انتخاباتو کې د کاندېدو لپاره معلوماتي بستې تر لاسه کړي دي.

د ټاکنو کمېسیون د ویاند مرستیال عبدالعزیز ابراهیمي د جمعې په ورځ د «لېندۍ پر۳۰مه» امریکا غږ ته وویل چې پر شرایطو برابر کسان د جدې میاشتې تر ۱۲مې نېټې وخت لري‌ چې د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو کې ځانونه کاندید کړي.

عبدالعزیز ابراهیمي

ښاغلي‌ ابراهیمي زیاته کړه چې د جمهوري ریاست کاندیدانو د پر شرایطو برابر طرزالعمل له‌مخې د افغانستان هر اوسېدونکی چې" دوه ګونی طابعیت ونه لري، څلوېښت کلن عمر یې پوره کړی وي، له ځان سره یو لک تذکرې ولري، په جنايي او بشري ضد جرمونو تورن نه وي، کولای شي جمهوري ریاست ته ځان کاندید کړي."

ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د راتلونکې ۱۳۹۸ کال د حمل یا وري میاشتې پر ۳۱مه نېټه تر سره شي.

د ښاغلي‌ ابراهیمي په وینا دغه کمېسیون د ولسمشرۍ د راتلونکو ټاکنو تر سره کېدو ته له ۶۰ څخه تر ۷۰ سلنې پورې چمتووالی نیولی دی.

پر همدې مهال پر ټاکنو د څار یو شمېر افغان څارونکي بنسټونه د افغانستان د ټاکنو په کمېسیون کې د جدي اصلاحاتو پر راوستلو ټینګار کوي.

یوسف رشید

د دغه څارونکو له ډلې د ازادو ټاکنو د بنسټ اجرائیوي مشر یو سف رشید امریکا غږ ته وویل چې کمېسیون باید د بایومټریک له لارې رای ورکولو ته ډېره پاملرنه وکړي، هغه زیاته کړه:"موږ باید هر ځل له جنجالونو ډک انتخابات تر سره نه کړو، چې په اخیر کې د هواري لپاره یو بهرنی دعوت کړو چې رامنځته شوی مشکل حل کړي."

تر دامهاله راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو ته د ولسمشر محمد اشرف غني، محمد حنیف اتمر، شیدا محمد ابدالي، او احمدولي مسعود کاندېدل تائید شوي دي.

یو شمېر نورو سیاسي څېرو هم ویلي چې د ولسمشرۍ راتلونکو ټاکنو ته پر درېد غور کوي.