افغان ځواکونو هلمند کې د طالبانو یو بل زندان مات کړی

په تیرو دوو اونیو کې افغان ځانګړو ځواکونو دوه ځلې په هلمند کې د طالبانو پر زندانونو عملیات ترسره کړي دي.

د افغانستان د دفاع وزارت وايي، تیره شپه افغان ځانګړو ځواکونو، چې د هوايي ځواکونو ملاتړ هم ورسره وو، د هلمند ولایت د کجکي په ولسوالۍ کې د طالبانو په یو زندان برید کړی او د زندان څخه یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۰۳ تنه بندیان خوشې کړي دي.

د ۲۱۵ میوند قول اردو قوماندان جنرال ولي محمد احمدزي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې افغان ځانګړو ځواکونو د هلمند ولایت د کجکي ولسوالۍ د "سور کاریز" او "ده بابا" په سیمو کې د طالبانو پر زندان باندې د عملیاتو پر مهال څلور طالب وسله وال وژلي او یو یې ژوندی نیولی دی.

جنرال احمدزي د خوشې شوو بندیانو شمیر ۱۰۵ تنه وښود.

جنرال احمدزي وویل " عملیات د ولسوالی په سورکاریز سیمه کې د وسله والو طالبانو پر هغه زندان تر سره شوي چې موږ يې په اړه له مخکې استخباراتي معلومات را ټول کړي وو، په خوشې شویو ۱۰۵ زندانیانو کې پنځه ښځې هم شته، چې اوس ټول په یوه نظامي مرکز کې دي او تر معلوماتو وروسته به خپلو کورنیو ته ولیږل شي"..

د میوند قول اردو د چارواکو د معلوماتو له مخې په خوشې شویو زندانیانو کې ملکي کسان اود پوليسو غړي هم شامل دي، چې د بیلا بیلو ولایتونو اوسیدونکې دي او له تیر څو میاشتو راهیسې د وسله والو طالبانو په بند کې وو.

امنیتي مقامات وايې چې په کجکي ولسوالۍ کې پر دغه زندان د عملیاتو پر مهال د وسله والو طالبانو ۱۰ عرادې موټرسایکل او وسلې هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

تیره اونی هم د هلمند په مارجه ولسوالۍ کې افغان ځانګړو ځواکونو د وسله والو طالبانو له یوه زندان څخه ۱۵ تنه ازاد کړي وو.

طالبانو د کجکي په ولسوالۍ کې د دغې ډلې پر دوو زندانو د افغان ځانګړو ځواکونو عملیات تائید کړي، خو د طالبانو یو ویاند قاري محمد یوسف احمدي د خپل ټویټر په پاڼه لیکلي، چې ازاد شوي بندیان جنایي بندیان وو، چې د دغې ډلې د وسله والو له خوا د بیلابیلو جنايي پیښو په تړاو په بند کې اچول شوي وو.

طالبانو د افغان ځواکونو له خوا د خوشې شوو بندیانو شمیر ۹۳ تنه ښودلی او د افغان ځواکونو په عملیاتو کې د څلور طالب وسله والو د وژلو او یو بل د ژوندي نیولو په اړه تبصره نه ده کړې.