د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي محکمې د طالبانو روسي جنګیالي ته د عمر بند سزا تائید کړه


په امریکا کې یوي محکمې د طالبانو هغه روسي جنګیالي ته د عمر بند سزا تائید کړه چې په خوست کې یې پرامریکايي ځواکونو باندې د "برید مشري" کوله.

د چهارشنبې په ورځ (اپریل ۱۸) د ویرجینا ایالت د استیناف محکمې د ایریک حمیدولین د مدافع وکیل هغه غوښتنه ونه منله چې له هغه سره دې د جنګي تورن یا مجرم په څېر چلند وشي.

حمیدولین د طالبانو او حقانې شبکې سره په همکارۍ محکوم شوی دی. خو د هغه مدافع وکیل ټېنګار کوي چې حمیدولین نظامي او جنګي اسیر دی چې باید یوه نظامي محکمه یې برخلیک وټاکي.

قاضیان وایي، دا خبره ځکه نه مني چې په ۲۰۰۹ کال کې په افغانستان کې جنګ نړیوال حیثیت نه درلوده. قاضیانو وویل نړیوال جنګ د طالب اورپکو پر ضد په جنګ بدل شوی و چې د نړیوال جنګ حیثیت یې له لاسه ورکړی و.

دا روسی طالب جنګیالی تورن دی چې په ۲۰۰۹ کال کې د افغانستان د خوست په ولایت کې د لیلاز په کمپ کې د افغان سرحدي ځواکونو پر یوې پوستې باندې یې د طالبانو د یو برید لارښونه او مشري کړې ده.

امریکايي نظامیان وايي ایتلافي ځواکونو د دغه برید د مخنیوي لپاره د څرخي الوتکو ډزې وکړې خو بریدګرو پرې د الوتکو ضد توغندي وار کړل. وايي په دغه برید کې د حمیدولین شاوخوا ۲۰ جګړه مار ملګري ووژل شول، هغه ونیول شو او ایتلافي ځواکونو ته زیان ونه رسېده.

د اسوشیتدپرس د راپور په اساس هغه په اففانستان کې د امریکايي ځواکونو په یو زندان کې ساتل کېده چې محکمې څه موده مخکې د عمر بند په سزا محکوم کړ. پر هغه دا تور هم دی چې ترهګرو سره یې د تجهیزاتو مرسته کړې او د امریکايي ځواکونو د یوې الوتکې د وېشتلو هڅه یې کړې ده، هغه په همدې تورونو محکوم شو.

ایریک حمیدولین وايي چې هغه په ۱۹۷۰ او ۱۹۸۰ کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد د پوځ سرتېری و چې بیا په ۱۹۸۹ کال کې له افغان څخه د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شو او وروسته بیا طالب شو.

دا لومړنی روسي طالب بلل کیږي چې له افغانستان څخه امریکا ته راوستل کیږي او محکوم کیږي.

XS
SM
MD
LG