د افغانو نجونو روباټ جوړونکي ټیم په نړیوالو سیالو کې دوهم مقام وګاټه

د افغانستان د نجونو روباټ جوړونکې ډلې په یوې نړیوالې سیالۍ کې چې ۸۸ هیوادونو په کې ګډون کړی و، دوهم مقام ترلاسه کړ.

دغو افغانو نجونو چې اوسمهال د افغانستان څخه بهر اوسیږي، پدې سیالۍ کې د ټرافیک یو ځیرک تنظیمونکی جوړ کړی و.

هغه وسیله چې دغو افغانو نجونو جوړه کړې ټرافیکي ستونزې به راکمې کړي؛ پدې توګه چې کله دغه وسیلې په سړکونو کې نصب شي د وسایطو تګ راتګ محاسبه کوي او که په یو سړک د موټرو ګڼه ګوڼه زیاته شي ټرافیکي څراغ هم د ټرافیکو د ګڼې ګوڼې په اساس بدلیږي.

دغه سیالۍ دوه میاشتې مخکې د اسیایي، امریکایي او اروپایي روباټ جوړونکو ترمنځ په آنلاین توګه جوړې شوې وې.

د افغانستان یو شمیر پخوانیو مقاماتو د افغان نجونو ددغه بریالیتوب ستایلی دی.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي په خپل ټویټر پاڼه افغان روباټ جوړونکو نجونو ته د مبارکۍ ویلو په ترڅ کې هیله څرګنده کړې چې راتلونکی کال په هیواد کې د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې خلاصې شي.

د افغانستان د مصالحې د عالي شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله، هم په خپل فیسبوک پاڼه د افغان روباټ جوړونکو نجونو ستاینه کړې ده.

د افغان نجونو د روباټ جوړونې ټیم شاوخوا ۲۰ غړې لري چې اکثر به یې له ۲۰ کالو کم عمر لري او په افغانستان کې د طالبانو له واکمن کیدو وروسته له هیواد څخه بهر د قطر او مکسیکو په ګډون د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې اوسیږي. د قطر د زده کړو او علومو بنسټ د سنبلې په میاشت کې ددغه ټیم غړو ته تحصلي بورسونه ورکړل.

دا پداسې حال کې دي چې د افغانستان په اکثرو ولایتونو کې متوسطه او لیسه ښوونځي د نجونو پرمخ تړلي پاته دي او د طالبانو حکومت اکثرو ښځینه مامورینو ته ویلي چې په کور پاته شي.

خو بیا هم د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد، هیله څرګنده کړې چې راتلونکي لمریز کال کې به د نجونو پرمخ د ښوونځیو دروازې پرانستل شي، خو دعې ډلې تر اوسه پدې اړه غوڅ تصمیم ندی نیولی.

د افغانستان د نجونو روباتیک ټیم په ۲۰۱۷ کې د ډیجیټل سیټیزن فند بسنټ په مرسته په رسمي توګه په هرات ولایت کې کار پیل کړ. دغه ټیم د تیرو څلورو کالو په ترڅ کې ۱۲ روباټونه طرحه کړي او توانیدلی چې د افغانستان لپاره ویاړنې وګټی.