د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د روباټ جوړونکو نجونو د لوبډلې تود هرکلی وشو


د افغان نجونو شپږ کسیزې لوبډلې د روباټونو د نندارۍ په نړیوالو سیالیو کې د جرات او زړورتیا په برخه کې د سپینو زرو مډال وگاټه
د افغان نجونو شپږ کسیزې لوبډلې د روباټونو د نندارۍ په نړیوالو سیالیو کې د جرات او زړورتیا په برخه کې د سپینو زرو مډال وگاټه

د امریکا په واشنګټن ډي سي ښار کې د فرسټ ګلوبل په نوم د روباټونو په نړیوالو سیالو کې له ګډون وروسته، د افغان نجونو شپږ کسیزه لوبډله د شنبې ورځې په سهار د کابل د حامد کرزي هوايي ډګر ته په رارسیدو، له تود هرکلي سره مخ شوه.

د روباټونو دغه نړیوالې سیالۍ چې د جولای په ۱۶مه وشوط، د افغانستان د نجونو شپږ کسیزې لوبډلې په کې د جرات او زړورتیا په برخه کې د سپینو زرو مډال وگاټه.

ولسمشر محمداشرف غني او میرمن یې رولا غني نن د شنبې په ورځ په ارګ کې له روباټ جوړونکو نجونو سره ولیدل.

ښاغلي غني د افغان نجونو روباټیک لوبډلې ته د ښه راغلاست پر مهال د دغو نجونو راوړی ویاړ وستایه او هغوی یې د نورو نجونو لپاره یوه بیلګه وبلله.

دغه راز، د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله چې په کابل کې د افغان روباټ جوړونکو نجونو په ویاړ په یوې غونډې کې وینا کوله، له دغو سیالیو څخه د افغان نجونو لاسته راوړنه مهمه وبلله.

ښاغلي عبدالله وویل، د افغان روباټ جوړونکو نجونو لوبډله، چې په سختو شرایطو کې یې د روباټونو د نندارې په نړیوالو سیالیو کې ګډون وکړ، د نورو هیوادونو د لوبډلو په پرتله، چې ښه امکانات یې هم درلودل، څو برابره ښه وځلیدله.

اجرائيه رئيس دغه راز وویل "کله چې تاسې بیرته راستانه شوئ، تاسې زرګونو نورو ځوانانو ته دا انګیزه ورکوئ، چې کله زیار وي، هڅه وي او کوښښ وي، نتیجه هم لري".

عبدالله روباټ جوړونکو نجونو ته وویل "تاسې په دې بسنه مه کوئ، تاسې اوس یو لوی ګام پورته کړی، خو نور ډیر ستر ګامونه په مخ کې لرئ،تاسې باید په خپلو لاسته رواړنو او ابتکاراتو، د خلکو په ژوند کې بدلون راولئ".

اجرائيه رئيس عبدالله په دې غونډه کې د روباټ جوړونکو نجونو د لوبډلې غړو او روزونکي ته ستاین‌لیکونه هم ډالۍ کړل.

د افغانستان روباټ جوړونکو نجونو ته، چې دوه ځلې یې د ویزې غوښتن‌لیکونه په کابل کې د امریکا د سفارت لخوا منل شوي نه وو، له هغې وروسته په واشنګټن ډي سي ښار کې د روباټونو په نړیوالو سیالیو کې د ګډون کولو زمینه برابره شوه، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ شخصاً هغوي ته د ویزو د ورکولو سپارښتنه وکړه.

XS
SM
MD
LG