څرخي پله زندان کې د برید په اړه اعلامیه د طالبانو تبلیغات دي ـ ارین

عکس (ارشیف)

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په څرخي پله زندان کې پر طالب بندیانو د برید په اړه د طالبانو اعلامیه د یادې ډلې تبلیغات بولي.

وسله والو طالبانو تېره ورځ په یوې اعلامیې کې وویل چې داعش ډله د حکومتي استخباراتي کړیو په مرسته پر څرخي پله زندان کې د دوی پر بندیانو د برید پلان لري.

دغه ډلې ویلي وو چې د یاد برید تر سره کېدو لپاره وار له مخکې څرخي پله زندان کې وسلې هم ځای پر ځای شوي دي.

خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین امریکا غږ ته لېږلي غږیږ پیغام کې په دې اړه د طالبانو اعلامیه د دغه ډلې تبلیغات او تشه ادعا بللې ده.

نوموي زیاته کړې: "هر هغه ګواښ چې د خلکو پر وړاندې، د محبسونو پر وړاندې یا نورو مرکزونو دا د طالبانو کار دی، یو تبلیغاتي اړخ یې دی... مخکې هم پر محبسونو بریدونه شوي وو چې طالبان پکې ښکېل وو په دې اساس دا یوه ډېره مسخره خبره ده چې طالبانو داسې ادعا یې کړې ده."

د کورنیو چارو وزارت ویلي، وسله والو طالبان چې خپله بریدونه کوي څنګه کولای شي چې دا ډول ادعا وکړي.

طالبانو په پخپلې اعلامیې کې ویلي و که چیري دغه برید تر سره شي مسؤلیت به یې د حکومت په غاړه وي.

څرخي پله د افغانستان له تر ټولو لویو محسبونو څخه دی چې د جنايي بندیانو ترڅنګ په زرګونو سیاسي بندیان هم پکې ساتل کیږي.

ویل کیږي په دغه محبس کې د بندي کسانو زیاته برخه طالب بندیان دي، له یاد محبس څخه دامریکا او طالبانو د سولې د هوکړي په اساس زرګونه طالب بندیان ازاد شول.

دا په داسې حال کې ده چې روان کال د ننګرهار پر محبس هم وسله وال برید وشو چې د چارواکو په وینا ګڼو کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښتل.

د برید مسؤلیت داعش ډلې په غاړه اخیستی و.