ایا د افغانستان نه د بهرنیو ځواکونو وتل راتلونکي کال کې پیل کیږي؟

د افغانستان نه په راتلونکې کال کې د امریکایي سرتیرو د ایستلو د احتمال په اړه د امریکایي مقاماتو د تازه څرگندونو سره سره د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې د افغانستان د قواو وتل به پر شرایطو پورې مربوط وي.

د افغانستان د جمهور رئیس محمد اشرف غني ویاند صدیق صدیقي د امریکا غږ ته وویل: "په هغه تیلیفوني خبرو کې چې د جولای په ٢۴ وشوې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني ته ډاډ ورکړ چې د امریکا په ستراتیژۍ کې بدلون ندی راغلی او د افغانستان شرایطو ته په کتلو به د ځواکونو شمیر راکم کړای شي".

د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن سې شنبه (جولاۍ۳۰) په خپل ټوېټر کې لیکلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو دغه ډاډ ولسمشر محمد اشرف غني ته په وروستي ټلیفوني خبرو کې ورکړی دی.

مایک پمپیو تېره اونۍ د افغانستان په اړه د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په اړه له ولسمشر محمد اشرف غني سره ټلیفوني خبرې وکړې.

​د افغان حکومت ویاند صدیق صدیقي پر داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو تېره ورځ ویلي چې ولسمشر ټرمپ غواړي د امریکا د ۲۰۲۰ کال تر ولسمشریزو ټاکنو مخکې له افغانستان څخه د خپلو سرتېرو د ویستلو لړۍ پیل کړي.

پر همدې مهال د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند کبیر حقمل امریکا غږ ته وویل، چې اوس هم د افغان جګړې د زیاتې برخې مسؤلیت د افغان ځواکونو پر اوږو دی چې د ۲۰۲۰ کال تر پایه به هڅه وشي چې پر نړیوالو سرتېرو خپله تیکه نوره هم راکمه کړي.

هغه زیاته کړه:"موږ او امریکا له یو بل سره د همکاریو تړونونه لرو، چې له مخې افغانستان له پوځي اړخه پر ځان بسیا شي،د پوځیانو وتل نوې خبره نه ده او اوس هم د جګړې ډېر مسؤلیت زموږ د وسله والو ځواکونو پر غاړه دی، امریکايي ځواکونه اوس زموږ سره یوازې په حمایوي او هوايي برخه کې مرسته کوي."

ولسمشر ټرمپ د تېرو تاکنو په کمپاینونو کې ویلي وو چې له افغانستان څخه به خپل ځواکونه وباسي او په دغه هېواد کې به خپلې تر ټولو اوږدې جګړې ته د پای ټکي کیږدي.

خو واک ته له رسېدو وروسته یې افغانستان ته نور ځواکونه واستول او د خپلو قومندانانو واکونو یې هم زیات کړل.

په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د کمولو راپورونه یو ځل بیا پر داسې مهال راپورته کېږي، چې ټاکل شوې روانه میاشت په دوحه کې د امریکايي او طالب استازو اتم پړاو خبرې پيل شي.

د دغه خبرو یو مهم اړخ هم له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو پر وتلو د دواړو لورو موافقه ده چې تر اوسه وروستۍ شوې نه ده.

په افغانستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکايي عسکر مېشت دي چې د ماموریت عمده برخه کې د افغان ځواکونو روزل او تجهیزول دي.

په افغانستان کې په تېرو څه باندې ۱۵ کلونو کې شاوخوا ۲۴۰۰ امریکایي سرتيري وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي.