د فرانسې حکومت د افغان حکومت له لوري د دوو طالب بندیانو په پرېښودو اعتراض کړی دی.
دا دوه طالب بندیان د هغو شپږو طالبانو په ډله کې دي چې افغان حکومت تازه پرېښودل.
د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ سپتمبر۱۰(وږې۲۰) په یوې اعلامیې کې ویلي چې د ضیاء احمد او عبدالله په نومونو دا دوه دوه طالبان د فرانسې د یو وګړي په وژلو تورن دي.
#Afghanistan | France reaffirms its firmest opposition to the release of individuals sentenced for committing crimes against French nationals, in particular soldiers and humanitarian workersRead our press release https://t.co/8jvALRpUKB
— FrenchEmbassyKabul (@AmbassadeKaboul) September 11, 2020
یاد هیواد ویلي چې دغه طالب بندیانو د ملګرو ملتونو د بشري مرستو په برخه کې ددغه هیواد وګړی «بتینا گویزلارد» وژلي دي.
فرانسې ویلي چې د یادې موضوع په اړه یې له افغان حکومت سره خبرې کړي دي.
یاد هیواد تر دې مخکې هم د دغه طالب بندیانو له ازادېدو سره مخالفت ښودلی و.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د سولې او ملکي تلفاتو د خوندیتوب مشر انتظار خادم په خپل ټویټر کې لیکلي چې وروستي شپږ طالب بندیان د افغان حکومت لخوا قطر ته لېږدول شوي دي.
او بالاخره د افغانستان اسلامي جمهوریت ۶ وروستي طالب بندیان هم قطر ته ولیږل.ښه نو بس سوله راځي او مونږ ټول به لکه ورورنه ورورنه ملت په واحد او خپلواک افغانستان کې غاړه غړۍ ګرځو.Finally, the Isalmic Republic of #Afghanistan sent the final batch of 6 #Taliban #prisoners to #Qatar pic.twitter.com/lcR0pziADL
— Intizar Khadim (@IntizarKhadim) September 11, 2020
طالبانو تر دې مخکې د خپلو پاتې بندیانو په خلاصېدو سره په ټینګار ویلي چې د بندیانو ازادېدو د بهیر تر پای ته رسېدو وروسته بین الافغاني خبرو ته چمتو دی.
ټاکل شوې سبا شنبه د سپتمبر ۱۲مه د قطر مرکز دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د مذاکراتي ټېمونو ترمنځ بین الافغاني خبرې پيل شي.
بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یادو مذاکراتو د پيلېدو هر کلی کړی او هغه یې تاریخي فرصت بللی دی.
ټاکل شوې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم د دغو مذاکراتو د پرانیستو پراسمو ګې د ګډون لپاره دوحې ته ولاړ شي.