طالبانو سره تفاهم کې باید حکومت سره مخامخ خبرې او اوربند شامل وي -صدیقي

د افغانستان جمهوري ریاست نن د سولې لپاره د افغان حکومت نوې شرایط روښانه کړل.

د جمهوري ریاست ویاند صدیق صدیقي نن شنبه د ( اګست ۱۷ مه ) امریکا غږ ته وویل چې افغان حکومت ته د سولې د نقشې اساسي اهداف ، اوربند، سیاسي ژوند ته د طالبانو ستنیدل او له افغان حکومت سره مخامخ مذاکرات دي او له طالبانو سره د هر ډول هوکړې پایله هم باید همدا وي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو پرون د افغانستان په اړه له امریکايي چارواکو سره د ډانلډ ټرمپ تر غونډې وروسته "د تاوتریخوالو کمیدو او اوربند" ته اشاره وکړه.

هغه د ټویټر په یوه پیغام کې وویل: " موږ له افغانستان سره په مشترکه همکاري کې ، د تاوتریخوالو د کمیدو او د اوربند په ګډون د سولې د یو هر اړخیز توافق ترلاسه کیدو ته ژمن یو... "

خو د افغانستان د جمهور رئیس ویاند نن په یوه خبري کنفرانس کې وویل: " په لومړي ګام کې طالبان باید دې ته وهڅول شي چې اوربند ومني، تاوتریخوالي ونکړي او له ملت سره خپلې ښکاره دښمني ته د پای ټکی کیږدي."

ښاغلي صدیقي دا هم وویل د اروبند او شرایطو پر اساس له افغانستان څخه د نړیوالو قواوو وتل د سولې د پروسې اصلي موضوعات شمیرل کیږي.