یو شمېر افغان مهاجرین یونان څخه جرمني‌ ته ولېږدول شول

تصویر: ارشیف

په یونان کې چارواکي وایي چې په روانې اونۍ کې د پناه غوښتونکو دوې ډلې له یونان څخه جرمني ‌ته لیږدول شوي دي.

دغه کسان د ۱۱ او۱۵ کلونو ترمنځ‌ عمرونه لري او ټاکل شوې چې سلګونه نور پناه غوښتونکي هم د یونان له کمپونو څخه جرمني‌ ته ولېږدول شي.

تر دې دمه ۵۰ ماشومان له یونان څخه جرمني‌ته لیږدول شوي او هلته له خپلو کورنیو او خپلوانو سره یو ځای شوي دي، ټاکل شوې چې ۳۵۰ نور ماشومان هم ژر انتقال شي.

په همدې حال کې سویس او د اروپايي ټولنې اتو نورو غړو هېوادونو منلې ده چې ماشومانو ته به پناه ورکوي، په دې توګه ښايي ۱۶۰۰ نور پناه غوښتونکي دغو هېوادونو ته انتقال کړل شي.

دقېق ارقام نشته چې په دوی کې یې څومره افغانان دي، مګر چارواکي وايي چې اکثریت یې د افغانستان او سوریې پناه غوښتونکي دي، دا دوه جګړه ځپلي هېوادونه دي چې وګړي یې د سر ساتلو او ژوند نوروامکاناتو لپاره له خپلو هېوادونو څخه تښتي.

په یونان کې شاوخوا ۱۰۰زره کډوال او پناه غوښتونکي شته چې درېیمه برخه یې بې سرپرسته ماشومان دي‌ چې له خپلو کورنیو څخه جلا شوي دي.

د یونان چارواکو هیله ښودلې ده چې په دغه اقدام سره به د دغه هېواد د کډوالو او پناه غوښتونکو په کمپونو کې د خلکو ګڼه ګوڼه کمه شي.

څو ورځې مخکې د بشري حقونو سازمان د یونان له حکومت څخه وغوښتل چې هغه ماشومان چې په نظارت خانو کې دي، باید خوشي کړي ځکه چې روغتیايي حالت یې ښه نه وو.

دا اقدامات داسې مهال کیږي چې ټوله نړۍ له کروناویروس سره په مبارزې اخته ده او د کرونا له کبله په اروپايي هېوادونو کې تر ټولو ډېر کسان مړه شوي دي.